1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وروستیو اورښتونو او زلزلې کې ۱۳ کسان مړه او ۶۷ ټپیان شوي

امید دیدار
۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې ویلي، چې وروستیو طبیعي پېښو او زلزلې کې ۱۳ کسان مړه او شاوخوا ۶۷ کسان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PEuA
افغانستان کې اورښتونه او سیلابونه؛ د ارشیف انځور
افغانستان کې اورښتونه او سیلابونه؛ د ارشیف انځورانځور: Shafiullah Zwak/AP Photo/picture alliance

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي دویچه ویله ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي، وروستیو دوو ورځو کې د افغانستان ۱۰ ولایتونو کې د اورښتونو له امله درې کسان مړه، لس ټپیان او شاوخوا ۷۵۶ کورونه په بشپړ یا قسمي ډول زیانمن شوي دي.

دغه اورښتونه په بلخ، فاریاب، فراه، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې شوي، چې ورسره سیلابونه هم ملګري وو.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو تر ولکې لاندې دا وزارت وايي، د تېرې اونۍ زلزلې له امله هم د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰ کسان مړه او ۶۰ ټپيان شوي دي.

افغانستان کې اورښتونه او سیلابونه؛ د ارشیف انځور
افغانستان کې اورښتونه او سیلابونه؛ د ارشیف انځورانځور: Shafiullah Zwak/AP Photo/picture alliance

د دې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په زلزله کې هم څه باندې اته سوه کورونه په بشپړ ډول یا قسمي زیانمن شوي دي.

د طالبانو ادارې دا چارواکی زیاتوي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت تر دې دمه ۵۳ زره زیانمنو کورنیو سره مرسته کړې او د نورو مرستو له پاره یې له مرستندویه بنیادونو سره هماهنګي کړې ده.

بلخ کې سېلابونو درې سوه کورونه نړولي دي

د تېرو دوو ورځو اورښتونو کې ډېر زیان بلخ ولایت کې زارع ولسوالۍ لیدلی، چې یوازې د پنجشنبې ورځې سیلابونو له امله پکې له درې سوو ډېر کورونه په بشپړ یا قسمي ډول نړیدلې دي.

دا ځاني او مالي زیان داسې حال کې اوړي، چې د هوا پېژندنې ادارې هم د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د «سختو» اورښتونو وړاندویېنه کړې ده.

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.