1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

«د هارورد پوهنتون د سړې خوني مدير د مړيو د بدن غړي پلورلي»

۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه

د هارورډ پوهنتون د مړو ساتنې د سړې خوني رئیس تیره میاشت له دندې ګوښه سو. ویل کیږي چې هغه د مړو د بدن برخې پلورلې.

https://p.dw.com/p/4SfE3
Harvard Medical School, Boston, Massachusetts, New England, USA Boston Massachusetts USA Copyright: xSergixReboredox SRE
انځور: Sergi Reboredo/IMAGO

په امریکا متحده ایالاتو کې د هارورډ پوهنتون طبي پوهنځی لوړ نړیوال شهرت لري. مګر اوس دغه علمي بنسټ له یوې ټکان ورکوونکي رسوايي سره مخ سوی دی.

سیډریک لاج، د طبي ښوونځي د سړي خوني  مشر، د روان کال د می مياشتي په لومړیو کې په ناڅاپي ډول له خپلې دندې ګوښه سو. اوس ویل کیږي چې د هغه د ګوښه کیدو لامل له دغه سړي خونې څخه د مړو د بدن د غړيو پلورل ول.

اړوند مطالب:د بدن د غړو د بخښلو په قانون کې بدلون راغی

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د دې قضیې د مسئول څارنوال جیرارډ کارام د څرګندونو له مخې، ۵۵ کلن سیډریک لاج د هارورډ پوهنتون له سړې خوني څخه د مړو د غړيو په غلا تورن دی.

پر لاج سربیره، د هغه مېرمن او پنځه نور شکمن کسان هم د «ملي شبکې»د یوې برخې په توګه د مړو د بدن غړيو په پلورلو تورن سوي دي. ویل کیږي چې دا ناوړه کار له کلونو راهیسې روان وو.

دودیز کلون شوي سټیم حجرې
دودیز کلون شوي سټیم حجرېانځور: dpa

جرارډ کرم دا جنایتونه «ډیر وحشتناک» وبلل او یادونه یې وکړه چې ډېرو قربانیانو خپل جسدونه د علمي موخو له پاره ډالۍ کړي دي. هغه وویل: «ځینې دا جنایتونه د نه پوهېدو وړ دي. د انسانانو د بدن غړيو غلا کول او قاچاق پر هغه ماهيت اغېز کوي چي زموږ څخه انسان جوړوي.»

څارنوالان په دې باور دي چې د هارورډ طبي پوهنځۍ د ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۲ م کاله پورې د سړي خوني مشر د مړو سوځولو مخکې د مړو « د بدن برخې » غلا کړې دي.

اړونده مطالب:«په افغانستان کي د ځينو ماشومانو له مجبوريته ناوړه ګټه اخيستل کيږي»

دا سړی تورن دی چي په بوسټن کې د هارورډ پوهنتون څخه د مړيو د بدن غړي په نیو هیمپشایر کې خپل کور ته وړي او بیا یې پر دوو نورو شکمنو پلورلي دي.

د تورونو له مخې، سیډریک لاج ځینې وختونه حتی پیرودونکو ته اجازه ورکړي چې سړې خونې ته ولاړ سي او «هغه څه غوره کړي چې دوی یې غواړي واخلي.»  ویل کیږي چې د بدن د غړيو د اخیستلو وروسته، پیرودونکو به د ګټې له پاره د بدن غړي بیا پر نورو پلورل.

په امريکا کي د جنين له سقط سره مخالفت

ويل کيږي چې په ځینو مواردو کې، د مړيو پوست هم د چرم د تولید له پاره کارول شوی دی. په یوه بله قضیه کې، د دوو ماشومانو جسدونه چې ټاکل سوې وه وسوځول سي هم پلورل سوي دي.

دغه راز دوه نور شکمن کسان هم تورن دي چې د بدن د غړيو د خرڅلاو په برخه کې یې سل زره ډالره ترلاسه کړي دي. د هارورډ پوهنتون چارواکو د سیډریک لاج له خوا دا رسوايي «سخت خیانت» بللی دی.

ص.ذ / ن.ز