1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ځينو ماشومانو له مجبوريته ناوړه ګټه اخيستل کيږي»

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ تیر ۱۰, جمعه

د ځينو ټولنيزو فعالانو په خبره په افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بې وزلي ځيني کورنۍ مجبوره کړي چي حتی خپل ماشومان يا د بدن غړي وپلوري، خو ځيني کسان بيا د ځينو ماشومانو له اړتياوو ناوړه ګټله اخلي او حتی جنسي يې ځوروي.

https://p.dw.com/p/4DXUy
Afghanistan - Afghanischer Junge der als Sex-Sklave Missbraucht wurde
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د ځينو ټولنيزو فعالانو په خبره په افغانستان کې اقتصادي ستونزو، فقر او بې وزلي ځيني کورنۍ مجبوره کړي چي حتی خپل ماشومان يا د بدن غړي وپلوري، خو ځيني کسان بيا د ځينو ماشومانو له اړتياوو ناوړه ګټله اخلي او حتی جنسي يې ځوروي.

ویل کیږي له دغو ماشومانو څخه د پیسو ، موټر، موټرسایکل او ټلیفون د رانیولو په بهانو له دوی څخه استفاده کيږي او خپله په ټولنه کې فقر او بې وزلي د دې لا مل سوي چې ځیني ماشومان هم دي ته تمایل وکړي ترڅو ځيني خلک له دوی څخه د جنسې ځورونې په توګه استفاده وکړي.

ټولنيز فعالان وايي چې په افغانستان کي د »بچه بازۍ« ناوړه دود ډېر سوی دی.

په افغانستان اوس د بچه بازۍ د څیړنو له پاره هغه ادارې چې مخکې یې فعاليت لاره بندي سوي دي. په دغو ادارو کې د بشر حقونو خپلواک کمیسون، اي  او  ام، هاجر او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب برخي وې چې دوی هغسې فعالیت چې په تیرو کلونو کی یې کاوه، د طالبانو له ویری نسې کولای.

د هلمند يو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې خپورسې وايي چې له ډېره وخت هلکان ورسره ول اوس يې د طالبانو له ويري نه لري. هغه ادعا کوي چې دغه کار اوس ځيني قومي مشران، پخوانې چارواکې او د طالبانو قوماندانان کوي: «هلکان ځکه د یوه او بل بغل ته ځې چې هغوی پیسې، موبایل او موټر ته ضرورت لري، خو ځيني کسان بیا له هلکانو سره جنسې اړیکې ساتې او ځینې بيا یوازي ماشوم هلکان د جنسې ځورونې په موخه نه، بلکې د خوند له پاره یې ساتې.»

هغه زیاته کړه: «د طالبانو ولایتې مشران خپله هلکان ساتې، خو دا یې د خوريي، مجاهد او ملګري په توګه یادوي دا له ټولو مشرانو سره سته، خو ځینی یې بیا خپل په اطاقو نو کې ساتې او څوک نه پریږدي چې وه یې وینې.»

یو اتلس کلن ځوان چې نه غواړي نوم يې خپور سې دويچه ويلي ته د مرکې پرمهال وويل: «ما ډېري سختې تجربی تیري کړي دي، ځکه تاسي پوهیږی چې طالبان یو ګروپ دی چې ډیر سخت رفتار کوي، هغوی ته څوک څه نسې ویلای.»

Afghanistan Bacha Bazi
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

اجمل د ماشومانو د ساتنې له هغو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د دوی ژوند ته پاملرنه وکړي او د ماشومانو حقوق خوندي وساتلې سې.

قومی مشر تور محمد ظریفي چي د هرات ولایت د شنډنډ ولسوالۍ اوسیدونکې دی دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو حکومت د راتګ سره سم دوی باید د ماشومانو د ساتنې په برخه کي پاملرنه وکړي.

ظریفي وویل: «موږ مخکې ولیدل چې د دوی سره کم سنه کسان ورسره وه او دې کار زموږ ټولنه ډېره خرابه کړې ده چې دلته د بشري حقونو نقض سوی دی، ټولنه بد لوری ته وړي.»

هغه زیاته کړه: «زموږ غوښتنه داده چې طالبانو په لیکو کي هم له اتلس کلنۍ کښته کسان سته. دوی باید د دې مخه ونیسې او هغه ځایونه چې د ماشومانو جنسې ځورونې پکي ترسره کیږي د دې کار مخه ونیسي او ریښې یې لمنځه یوسې.»

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت نشراتې مسول محمد یونس صدیقی دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو حکومت د راتګ سره سم دوی ته تراوسه پوري د ماشومانو د ازار هیڅ نوعه پیښه نه ده ورغلې: «د ماشومانو د ځورونې په برخه کي چي ۳۳ کټګوري دې یوه یې بچه بازي ده، موږ د ماشومانو د ژغورولو له پاره کارکوو، چې بی سرپرسته ماشومان، بی وزلي ماشومان او قاچاق سوې ماشومانو د ساتنې په برخه کې کار کوو.»

هغه زیاته کړه: «اوس د طالبانو حکومت په راتګ سره هیڅ نسته د دوی کمبله ټوله سوې اوس څوک جرات نسې کولای چي دغه بده پدیده  ترسره کړې.»

خو د بشرې حقونو د ټولنې یو  کارپوه نعیم غیور دویچه ویله ته وویل چي د ماشومانو څخه د بچه بازۍ په توګه استفاده کول همدا اوس هم سته د طالبانو په لیکو کې لیدل کیږې: «ځینې کسان چې بچه بازان دې لا اوس هم په ټولنه کې د ماشومانو څخه د جنسې ځورونې په توګه استفاده کوې، موږ دا کسانو په اړه راپورونه ترلاسه کوو موږ د طالبانو څخه غوښتنه کوو چې د ماشومانو د ځورونې مخه ونیسې.»

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمې دویچه ویله ته وویل چې د تیرحکومت پرمهال له ماشومانو څخه د جنسې ځورونې او بچه بازۍ په توګه استفاده کیدل خو اوس دا څه نسته. هغه وویل: «موږ د خپلو لیکو د تصفیې په اړه کار کوو او هیڅ داسي بد فعل چي په ټولنه کې ستونزي ایجادوی او د اسلام سره په ټکر کې وي نه یې پریږدو، بلکې په کلکه یې مخه نیسو.»

افغانستان په ۱۳۹۶م کال کې د ماشومانو د ازار او اذیت د مخنیوي قانون توشیع کړ د دغه قانون په دریمه ماده کې راغلې: «ځورونه او اذیت عبارت دې له بدنې اړیکې، نامشروع غوښتنه یا هر هغه عمل چې ښځې او ماشوم د روانې او جسمانې صدمې او انسانې کرامت ته د سپکاوي سبب سې، ځورونه ده.»