1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. نړيوال اقليمي کنفرانس په اعلاميه پای ته ورسېد

۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د مصر په شرم الشيخ کي د م.م. تر نظارت لاندي نړيوال اقليمي کنفرانس پسله زياتو جر و بحثونو په يوه مشترکه اعلاميه پای ته ورسېد. د زهرجنو ګازونو لامل کويلې يا سکرو د کمولو توافق وشو.

https://p.dw.com/p/4JnPh
 COP27 U.N Klima Gipfel Teilnehmerin
انځور: Peter Dejong/AP Photo

د شرم الشيخ نړيوال اقليمي کنفرانس ګډون کوونکو ۲۰۰ هيوادونو پر دې تفاهم سره وکړ چي و اقليم ته زيان رسوونکي د ډبرو د سکرو يا کويلې استعمال به راکموي. په دغه کنفرانس کي د لومړي ځل لپاره ګډونوالو د يو داسي صندوق پر رامنځته کولو هم توافق وکړ چي ورڅخه له اقليم څخه زيان ليدونکو بې وزلو هيوادونو ته به مرسته رسيږي. ګډون کوونکو هيوادونو په مشترکه اعلاميه کي پر دې تفاهم سره کړی دی چي په تدريجي توګه به د سکرو له استعمال څخه لاس اخلي. خو د تيلو او ګازو په هکله په دغه اعلاميه کي څه نه دي راغلي. اعلاميه د يکشنبې  يا اتوار ورځي (د ۲۰۲۲ د نوامبر ۲۰نېټه) په سهار اعلان شوه.

په دې توګه نو دغه اعلاميه د زياتو هيوادونو، د چاپيريال ساتنې د فعالينو او سازمانونو تر توقعاتو ډېره کمه قاطع او د ډاډ وړ ده. د چاپيريال ساتنې سازمانونه د کويلې تر څنګ تېل او ګاز هم د اقليم لپاره زیانمن ګڼي او د مځکي د کورې د تودوخي د جګېدو لامل يې يادوي.

تووالو «لومړی ديجيتال ملت» تاسيس کړ

د قيق ارقام نه دي ياد شوي

په کانفرانس کي د رامنځته شوي صندوق د حجم په هکله په اعلاميه کي څه نه دي ويل شوي. دا تفصيلات پکښي نه دي راغلي چي کوم هيواد به په کوم مقدار پيسې په دغه صندوق کي اچوي، کوم چي به د اقليم د بدلون له قرباني بې وزلو هيوادونو سره د مرستي لپاره فعاليت کوي. د ارقامو نه ذکر کېدل تر دوو اونيو پوري دوام کوونکي دغه کانفرانس د ګډونوالو تر منځ يوه له تر ټولو زياته تر تود بحث او مخالفتونو لاندي موضوع وه. دغه کانفرانس د پلان سوي اختتام څخه ۳۶ ساعته لا زيات غځول شوی ؤ. په اعلاميه کي د رامنځته کېدونکي صندوق په هکله دا هم نه دي راغلي چي کوم هيوادونه به پکښي پيسې اچوي. ويل شوي چي دا ډول تفصيلات به بيا وروسته معلوميږي. زياته شوې چي له صندوق څخه به مخ پر ودې هغه هيوادونه مستفيد کيږي چي په ځانګړې توګه د ګواښ سره مخامخ دي. پر دغه محدوديت باندي په زياته اروپايي اتحاديې ټينګار لاره.

COP27 Klima-Konferenz | Sameh Shoukry
سميع شکري: «موږ شپه او ورځ ورته کار وکړ»انځور: Peter Dejong/AP/picture alliance

په اعلاميه کي پر ټولو هيوادونو ږغ شوی دی چي د اقليم ساتنې په تړاو خپل پلانونه تر راتلونکي کانفرانس پوري وړاندي کړي او په شته پلانونو کي سمونونه راولي. راتلونکی کانفرانس د ۲۰۲۳ کال په پای کي په متحده عربي اماراتو کي پلان شوی دی. د هيوادونو د اقليم ساتنې په پلانونو کي تعديل او بهترۍ راوستل رضاکارانه دي او پکښي هيڅ مکلفيت نشته.

دغه کانفرانس چي پکښي د نړۍ له بيلو برخو څخه راغلو تقريبا ۳۴۰۰۰ کسانو ګډون کړی ؤ، په اصلي کي بايد د جمعې په ورځ پای ته رسېدلی وای خو وغځول شو.

د دغه کانفرانس کوربه سميع شکري دوه اونيزه دغه بحثونه ستړي کوونکي وبلل. نوموړي د کانفرانس په پای کي وويل: «دا آسانه نه وه. موږ شپه او ورځ کار وکړ.» د هغه په وينا «هر ډول ښويېدنې چي رامنځته شوې، هغه پلان شوي نه وې.»

Ägypten | UN Weltklimakonferenz COP27 | Antonio Guterres
انتونيو ګوتېرش هم ستاينه او هم تنقيد وکړانځور: Christophe Gateau/dpa/picture alliance

ګوتېرش: «اړين زيګنال»

د امريکا متحده ايالاتو د نوي تاوان ورکولو د صندوق د جوړېدو مخنيوی کاوه. خو د جي ۷۷ ډلې چي پکښي تر ۱۳۰ څخه زيات هيوادونه ونډه وال دي، د چين سره په ګډه يې د دغه صندوق لپاره فشار اچاوه. اروپايي اتحاديې هم په سر کي محتاطانه دريځ لاره خو وروسته يې د صندوق په حق کي چلن وکړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش د ياد نوي صندوق رامنځته کېدنه د عدالت پر لور يو مهم اقدام وباله. هغه وويل: «يقينا دا کافي نه دی، خو دا يو عاجل او اړين زيګنال دی چي پخوا له لاسه ورکړل شوی اعتماد بېرته بحال شي.»

په کانفرانس کي يوه شخړيزه موضوع د چين هيواد د رول پر څرنګوالي وه. په داسي حال کي چي دغه هيواد د زهرجنو افرازاتو په اخراج کي په نړيواله توګه لومړی مقام لري، خو غواړي چي ورته د يو مخ پر وده هيواد په توګه وکتل شي. دا رول ورته دېرش کاله تر مخه په کيوټو پروټوکول کي ټاکل شوی ؤ. خو د لوېديځ هيوادونه نه غواړي چي چين نور د اقليم ساتنې لپاره د مرستو د ترلاسه کوونکي په توګه ومني، ځکه چي په آند يې دغه هيواد پخپله ډېر زيات زهرجن افرازات لري. د چين مرکچي شي ږينهوا وويل چي مخ پر ودې هيوادونه بايد پيسې ترلاسه کړي خو دا يې ومنل چي «آسيب منونکي هېوادونه» بايد لومړيتوب ولري.

د کوکا کولا لخوا د اقلیمي کنفرانس پر سپانسر کیدو انتقاد

له ګرين پيس څخه ستاينه او نيوکه

په آلمان کي د چاپيريال ساتنې د سازمان ګرين پيس مشر مارتين کايزر د زيان لېدونکو بې وزلو هيوادونو لپاره د تاوان د صندوق رامنځته کولو ستاينه وکړه. خو هغه خبرداری هم ورکړ: «اوس موږ بايد چي د اقليمي بحران رامنځته کوونکو خپل مسؤليت ووينو چي هغوی بايد دغه صندوق ډک کړي.» هغه زياته کړه چي هغه مرستي چي ژمنه شوي وې نه دي تر سره شوي.

په اصل کي بايد چي هر کال صنعتي هيوادونو د مخ پر ودې هيوادونو سره په ۱۰۰ ملياردو ډالرو مرسته کولای. د ګرين پيس په وينا البته دغه مرستي نه دي شوي چي د صنعتي هيوادونو په وړاندي د اعتبار د خرابېدو لامل شوي دي. د دغه سازمان په وينا که د امریکا متحده ايالاتو خپل مکلفيت پوره کړی وای او د خپلي برخي يادي مرستي يې کړي وای نو ښايي په بهتر پوزيشن کي اوسيدلی وای چي د جي ۷ له خوا چين او ورته د صنعتي کېدو په درشل کي هيوادونه په دې مکلف کړي چي په صندوق کي پيسې واچوي.

د مارتين کايز په وينا د دغه کانفرانس د پای ته رسېدو وروسته وضعيت داسي دی «لکه پر ډېر لوی زخم چي ډېر کوچنی پلستر لګول شوی وي.»

آ./ا.ا./ن.ص.