1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تووالو «لومړی ديجيتال ملت» تاسيس کړ

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

د آرام سمندر جزيره يي دولت تووالو د سمندر د سطحي د جګېدو له کبله د ډوبېدو د ګواښ سره مخامخ دی. خارجه وزير يې وايي چي خپل هيواد يې په ديجتل بڼه تاسيس کړ.

https://p.dw.com/p/4Jkqk
Tuvalu | Inselstaat im Pazifischen Ozean
د تووالو جزيره يي هيوادانځور: Mario Tama/Getty Images

د تووالو جزيره يي هيواد د باندنيو چارو وزير سيمون کوفې په يو ويډيويي پيغام کي ويلي دي چي د تووالو په شان جزيرې به د «مخ پر وړاندي زياتېدونکي تودوښي، د سمندرونو د سطحي د جګېدنې او وچکاليو له کبله ژوندۍ پاته نشي او له دې کبله يې موږ مجازي بيا جوړؤ.»

د وزير دغه ويډيويي پيغام په داسي حال کي پر ټويټر خپور کړل شوی دی چي په مصر کي د اقليم ساتنې په تړاو نړيوال کانفرانس ادامه لري. سيمون کوفې په خپل پيغام کي زياته کړې ده: «په داسي حال کي چي زموږ هيواد ورکيږي، نو موږ بل انتخاب نه لرو بې له دې چي د نړۍ لومړی ديجيتال ملت جوړ کړو.»

د څښاک د اوبو پر کیفیت د اقلیمي تغیراتو اغیزې

په ويډيو کي ښودل کيږي چي سيمون کوفې د سمندر پر څنډه په يو مجازي ټاپو کي ولاړ دی او په هوا کي مجازي مرغان الوزي. له هغه څخه کېمره ليري کيږي او بيا په آخره کي ليدل کيږي چي هغه په يو مجازي ځای کي ولاړ دی او هلته نه ټاپو شته او نه مرغان.

د مځکي د کورې د تودوخي درجې دوامداره جګېدنه په زياته په آرام سمندر کي واقع جزيرې د لوی ګواښ سره مخامخ دي. د آسټراليا او هوايي تر منځ پروت پر جزيرو مشتمل د تووالو هيواد د دې ګواښ سره مخامخ دی چي يو وخت بالکل تر اوبو لاندي شي. د دغه هيواد د پلازمېني مرکزي ناحيه د مد و جزر يا د اوبو د سطحي د لوړېدو پر وخت تر ۴۰ فيصدو پوري تر اوبو لاندي راځي. په راتلونکو لسيزو کي ښايي دغه په بشپړه توګه تر اوبو لاندي شي. په تووالو کي تقريبا ۱۲ زره انسانان ژوند کوي.

د تووالو د باندنيو چارو وزير ويلي دي چي په کلاوډ يا د معلوماتو د ځېرمه کولو په کمپيوتري سيسټم کي د به د خپل هيواد مهم کلتوري څيزونه ثبت کړي. د هغه په وينا که په حقيقي نړۍ کي هر څه هم پيښيږي، دغه هيواد به خپله کلتوري ورثه کلاوډ ته پورته کړي. د انټرنټ کارونکي بيا کولای شي چي په مجازي توګه له دغه هيواد څخه ليدنه وکړي.

آ./ا.ا./ن.ز.