1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د آلمان د اقتصاد وزير په نا اعلان شوي سفر اوکراین ته رسیدلی

۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبه

د المان د اقتصاد وزير او د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې اوکراین ته رسیدلی دی. په دې سفر کې له هغه سره یو کوچنی کاروباري پلاوی هم ملګرتیا کوي او خبرې اترې به د انرژۍ پر څانګې متمرکزې وي.

https://p.dw.com/p/4PcNz
Vizekanzler Habeck in der Ukraine
د المان د اقتصاد وزير او د صدراعظم مرستیال رابرت هابیکانځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

د المان د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک د دوشنبې په سهار د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې پر سیاسي چارو د خبرو اترو له پاره کیف ته رسیدلی دی. هغه وویل چې د خبرو اترو هدف اوکراین ته د دې خبرې «ډاډ ورکول» دي چې تر جګړې وروسته به دغه هیواد بیرته ورغول شي.

روسيې په نوي دکترين کې امريکا خپل اصلي دښمن بللې

د رپوټونو په حواله د المان د پلاوي او کیف د چارواکو ترمنځ په خبرو اترو کې به په اوکراین کې د انرژۍ د اساسي زیربناو پر بیارغونې توجه متمرکزه وي.

زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

رابرت هابیک د المان د اقتصادي چارو وزیر هم دی. هغه وویل چې د پانګونې اړوند ځینې پریکړې لادمخه شوي دي او یو شمیر به ډیر زر وشي.

له هغه سره په دې سفر کې د المان د صنعتي فدراسیون مشر سیګ فرید رسورم او یو کاروباري پلاوی هم ملګری دی. رسوم وویل: «د اوکراینیانو له پاره دا سفر یوه اشاره ده چې د المان صنعت هم ورسره ولاړ دی.»

د ۲۰۲۲م کال د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته کیف ته د هابیک لومړی سفر دی. په لومړیو کې پر المان انتقاد کیده چې د مرستې په برخه کې ډیر شاته پاتې شوی دی، خو اوس المان د اوکراین یو له مهمو پوځي متحدینو څخه دی.

آلمان اوکراین ته ۱۸ «لیوپارډ-۲» جنګي ټانکونه ولیږل

دې وروستیو کې د آلمان حکومت کیف ته ۱۸ لیوپارد او ۲ نور جنګي ټانکونه ورکړي دي، چې په هکله یې ویل کیږي دا د لویدیځ په وسلو کې تر ټولو ډیرې پیاوړې وسلې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص