1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستان راستنېدونکو عسکرو سره وړ چلن نه دی شوی»

۱۴۰۰ تیر ۲۱, دوشنبه

د آلمان پوځ اتحادیې د افغانستان د ماموريت د ستاينې په ترڅ کې د آلمان حکومت په سهوه تورن کړی. د دغه ټولنې له خوا ويل شوي چې حکومت له افغانستانه د راستنيدونکو عسکرو مناسب هرکلی و نه کړ.

https://p.dw.com/p/3wLtJ
Afghanistaneinsatz der Bundeswehr endet
انځور: Torsten Kraatz/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان د پوځ اتحاديې مشر ډګرمن اندرې ويستنر د فونکه رسنيو ډلې سره په مرکه کې ويلي دي چې سياست «د آلمان حکومت د افغانستان له ماموريت څخه خپل هيواد ته د راستنو شويو وروستو عسکرو د هرکلی په ترڅ کې ډېرې سهوې کړي.»

هغه وويل چې دا خبره د عسکرو د «خاموشه هرکلي» څخه نيولې بيا وروسته په دې اړه پر ټولو ارتباطاتو صدق کوي.

نوموړي زياته کړه چې اوس په دې اړه جنجال پېلول چې د عسکرو د ستاینې له پاره د سترې غونډې له پاره کوم ځای ښه دی، «نه يوازې ګټه نه لري، بلکې ډېر خطرناک هم دی.»

د نوموړي په خبره له دې سره پر سیاست د عسکر باور چې لا دمخه هم ډېر لږ دی، لا پسې کمیږي.

ويستنر غوښتنه وکړه چې صدراعظمه ميرکل او د پارلمان مشر وولف ګنګ شوېبله ژر تر ژره د داسې يوې غونډې د جوړولو پر پلان او موقعيت بايد هوکړې ته ورسيږي.

هغه وويل چې دا قضيه بايد د «ګوندي سياستونو او يا انتخاباتي مبارزې تاکتيکونو» قرباني نه شي.

د آلمان د پوځ د اتحادیې مشر دې ته اشاره وکړه چې د افغانستان ماموريت نه يوازې پوځي بعد درلود، بلکې پراختيايي کارونه او ديپلوماسي هم بايد وستايله شي پرته له دې چې د دغه نړيوال ماموريت بريا او يا ناکامي په پام کې ونیوله شي.

ويستنر د دې غوښتنې ترڅنګ چې د افغانستان په ماموريت کې د شاملو عسکرو هلو ځلو ته د قدر په سترګه وکتل شي، دا هم وغوښتل دغه پخوانيو عسکرو ته ډېره پاملرنه بايد وشي او همدا راز د آلمان د پوځ سيمه ایزو افغان کارکوونکو د خونديتوب زمينه هم برابره کړای شي.

وروستي آلماني عسکر هم له افغانستانه ووتل

په افغانستان کې په سلونه افغانانو د آلمان پوځ سره د ترجمانانو په توګه او همدا راز په نورو برخو کې همکاري کړې ده چې اوس له ډېرخطر سره مخامخ دي.

په افغانستان کې په دنده بوختو آلماني عسکرو وروستي یې د جون مياشتې په پای کې آلمان ته راستانه شول. امريکا متحده ایالات به هم له افغانستان څخه خپل ځواکونه د اګست میاشتې تر پای پورې را وباسي او په دې توګه به د افغانستان ماموريت پای ته ورسيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)