1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پوځ افغان همکاران غواړي له افغانستانه ووځي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

له افغانستان څخه د آلماني عسکرو تر وتلو مخکې د دغو ځواکونو د سیمه ایزو افغان همکارانو یوه لویه برخه غواړي چې په آلمان کې حفاظت او پناه ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3tX82
Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د معلوماتو له مخې په همدې منځ کې تر۴۵۰ ډیرو په اصطلاح سیمه ایزو کارکوونکو، کوم چې همدا اوس او یا په تیرو دوو کلونو کې له آلماني ځواکونو سره یې کار کړی دی دا ډول غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

دا د دغې ډلې کسانو ۸۰ سلنه برخه ده. همدارنګه په دې کې اکثره د کورنۍ د غړو له خوا وړکړل شوي غوښتنلیکونه هم شامل دي.

په دې کې شاوخوا ۳۰۰ غوښتنلیکونه د هغو افغانانو دي چې مخکې تر دې یي له آلمانانو سره د مرستندویانو په توګه کار کړی دی، خو په تیرو دوو کلونو[محدود شوي وخت] کې له هیڅ ډول خطر سره نه دي مخامخ شوي.

همدارنګه په دغو کسانو کې چې په آلمان کې یي د حفاظت ترلاسه کولو غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي، کیدای شي هغه کارکوونکي هم شامل وي چې په مستقیم ډول د آلمان پوځ له خوا نه وي ګومارل شوي، بلکې د یوه بل قراردادي شرکت له طریقه یې له دوی سره کار کړی وي.

دا چې دغه موارد به څنګه او یا اصلاً له سره و ارزول شي او که نه، له سیاسي نظره تر اوسه پورې په اړه تصمیم نه دی نیول شوی.

د آلمان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونه په ګډه د سیمه ایزو کارکوونکو د یوې برخې د منلو پروګرام په چوکاټ کې د دغو غوښتنلیکونو په اړه تصمیم نیسي.

د آلمان پوځ په افغانستان کې سازمانونو ته ادارې مرستې د هغو له جملې څخه معلوماتو ته لاسرسی او بایومیتریک امکانات برابروي. په دې کې د ویزې او یا هم ویزې ته ورته له هیواده بهر سفر کولو سند شامل دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز