1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د اروپا پر باندنۍ پوله پر يو مهاجر ډزي شوي

۱۴۰۱ آذر ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان د اې آر ډي او نورو رسنيو په راپورونو کي ويل شوي دي چي احتمالا د بلغاريا چارواکو له خوا پر يو مهاجر ډزي شوي دي.

https://p.dw.com/p/4KYdQ
Griechenland, Thessaloniki | Flüchtlinge auf dem Weg zur nordmazedonischen Grenze
انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي يو شمېر رسنیو داسي راپور خپور کړی دی چي ښايي د بلغاريا سرحد ساتونکو پر سرحد باندي پر مهاجرو ډزي کړي وي. رسنيو ويلي دي چي د ډزو قرباني مهاجر په نوم معلوم دی او د پيښي وروسته د ترکيې يو روغتون ته رسول شوی دی. زياته شوې چي دغه مهاجر يو سوريايي ځوان دی.

خو بلغاريا دا خبره د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د ډسمبر پر ۶) رده کړې ده چي ګواکي د دوی چارواکو دي پر مهاجر ډزي کړي وي. بلغاريا ويلي دي چي ۶۵ مهاجرو کوښښ کاوه چي سرحد ته يې «په ناقانونه توګه» ور واوړي. دغه رسمي دريځ په صوفيه کي د کورنيو چارو وزارت له خوا د دولتي تلويزيون او راډيو له لاري خپور کړل شوی دی.

آلمان ته په روان کال کې د ډېرو مهاجرو د راتګ انتظار کیږي

د رسنيو له خوا تصديق شوې يوه ويډيو ښيي چي د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر مياشتي پر دريمه نېټه يو ځوان د نورو مهاجرو تر منځ ولاړ دی. په ويډيو کي ښودل کيږي چي هغوی د سرحدي کټارې پر لور ډبري غورځوي. بيا د يو ډز ږغ اورېدل کيږي چي وروسته دغه ځوان رالويږي.

د رسنيو د راپورونو له مخي د دغې ويډيو دقيقې ارزونې ښودلې چي ډز احتمالا په ۳۰ متره واټن کي واقع د بلغاريا له سرحد څخه شوی وي.

خو د بلغاريا د کورنيو چارو وزارت په وينا د مهاجرو چلن ډېر له غوسې ډک وو. بلغاريا ويلي دي چي «د مهاجرو له خوا د ډبرو غورځولو له کبله د پوليسو يو موټر زيانمن شوی او يو سرحدي پوليس ژوبل شوی وو.»

د اروپايي اتحاديې کمېسيون په نوامبر مياشت کي لا د بلغاريا په ستاينه کي ويلي ول چي دغه هيواد د پولي ساتنې په برخه کي ډېر زيات او بريالی فعاليت کوي.

صربستان کي ډزي ـ زيات مهاجر خوندي ځای ته بېول شوي

کمېسيون دغه فعاليت د مهاجرت د مخ پر زياتېدونکي فشار سره د مؤثرې مبارزې په توګه ستايلی وو. بلغاريا غواړي چي د شينګن ساحې غړيتوب تر لاسه کړي.

بلغاريا له څو اونيو راهيسي شکايت کوي چي له ترکيې څخه يې پر پوله د مهاجرو فشار زيات شوی دی. وايي له همدې کبله يې پر پوله د سرحد ساتونکو شمېر زيات کړی دی او عسکر يې هم ورسره مل کړي دي. د بلغاريا په وينا د نوامبر پر ۸ نېټه له ترکيې سره د پولې په ساتنه مؤظف يو پوليس باندي ډزي وشوې. د بلغاريا په وينا ډز د ترکيې له اړخه شوی وو.

آ./ا.ا./ن.ز.