1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: ډېر المانان د اولاف شولڅ له حکومته ناراضه دي

۱۴۰۱ مرداد ۳۱, دوشنبه

په دسمبر میاشت کې واک ته له رسیدو راهیسې د صدراعظم شولڅ او اتحادي ګوندونو حکومت یي د خپل محبوبیت تر ټولو ټيټې کچې ته رسیدلی دی. د یوې نوې نظر پوښتني له مخې دوه پر دريمه برخه المانان د دوی له کړنو ناخوښ دي.

https://p.dw.com/p/4FrON
Deutschland Bundeskanzler Olaf Scholz Tag der offenen Tür der Bundesregierung
انځور: Michele Tantussi/REUTERS

نږدې دوه پر دریمه برخه آلمانانو ویلي دي چې دوی د صدراعظم اولاف شولڅ او د اتحادي ګوندونو له حکومت څخه نا خوښ دي، کوم چې په دسمبر میاشت کې واک ته تر رسیدو وروسته یو په بل پسې بحرانونو سره لاس او ګران دی.

د «بلډ ام زونټاګ» په نامه ورځپاڼې له پاره د «آی این اس ای» انیستیتوت له خوا ترسره شوي نظر پوښتني پر اساس ۶۵ سلنه المانانو د شولڅ په هکله خپله نارضایتي ښودلې ده چې دا د هغه په ملاتړ کې یو ډیر لوی کمښت دی. په مارچ میاشت کې نږدې ۳۹ سلنه آلمانانو د شولڅ په اړه نارضایتي ښودلې وه.

یوازې ۲۵ سلنه جرمنان په دې نظر دي چې د انګلا میرکل په پخواني حکومت کې د هغې مرستیال پاتې شوی شولڅ، خپل کار په بهتر ډول پر مخ وړي. په مارچ میاشت کې بیا ۴۶ سلنه آلمانانو دا ډول نظر ورکړی و.

د نظر پوښتني مطابق که د صدراعظم انتخاب په مستقیم ډول ترسره شي، نو شولڅ به په دریم نمبر کې ځای ولري. نږدې ۲۵ سلنه کسانو ویلي دي چې د اقتصاد وزیر رابرت هیبیک ته رایه ورکوي. ۱۹ سلنو کسانو د مسيحي ديموکرات اتحاد (سي ډي او) مشر فریدرک مرس، ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۱۸ سلنه کسانو بیا د شولڅ پلوي کړې ده.

اړوند مطالب: آلمان: سوسیال دیموکراتان په حساس پړاو کې قرار لري

د صدارت چوکۍ تر سمبالولو وروسته شولڅ له یو شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دی. نوموړی په اوکراین کې د جګړې، د انرژۍ بحران، د انفلاسیون د کچې لوړېدل او اوس د سختې ګرمۍ له امله د وچکالۍ په څېر ستونزو سره مخ دی. دغو ټولو عواملو د اروپا دغه تر ټولو ستر اقتصاد د بازار د رکود درشل ته رسولی دی. انتقاد کوونکي تور لګوي چې اولاف شولڅ د مشرتابه یا رهبرۍ له مهارتونو څخه استفاده نه ده کړې.

یو نامحبوب اتحادي حکومت

د شولڅ په رهبرۍ د آزاد دیمکرات او زرغون ګوند اتحادي حکومت په اړه هم المانانو خپله ناخوښي ښودلی ده.

د نظر پوښتني له مخې ۶۵ سلنه المانانو د آلمان د مرکزي حکومت د کړنو په هکله منفي نظر ورکړی دی، په داسې حال کې چې په مارچ میاشت کې بیا د داسې کسانو شمیر ۴۳ سلنه و. یوازې ۲۷ سلنه خلکو ویلي ول چې له حکومته خوښ دي، په داسې حال کې چې په مارچ میاشت کې بیا د داسې کسانو شمیر ۴۴ سلنه و.

په همدې منځ کې د اپوزیسیون د محافظه پاله ګوندونو په ملاتړ کې زیاتوالی رامنځته شوی دی. د یکشنبې په ورځ شوې یوې نظر پوښتنې له مخې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونو د ولسي محبوبیت کچه ۲۸ سلنې ته لوړه شوې ده.

اړوند مطالب:د آلمان د صدراعظم د نوي کال وينا مهم ټکي

په دې ترتیب سره محافظه پاله اتحاد پر زرغون ګوند [چې اوس یي محبوبیت ۲۱ سلنې ته راټيټ شوی دی] د ۷ پوئنټونو برتري ترلاسه کړی ده.

د سوسیال دیموکرات ګوند په محبوبیت کې کوم تغیر نه دی رامنځته شوی او اوس هم په خپل حال یعنې ۱۹ سلنه کې دی، په داسې حال کې چې آزاد دیموکرات ګوند بیا د یوه پوئنټ په له لاسه ورکولو سره ۸ سلنې ته را ټیټ شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز