1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: سوسیال دیموکراتان په حساس پړاو کې قرار لري

۱۳۹۷ تیر ۱۳, چهارشنبه

د آلمان اتحادي ګوندونه د مهاجرت په مسئله کې موافقې ته ورسیدل. خوس په حکومتي ائتلاف کې د شامل ګوند سوسیال دیموکرات له تائید پرته دا موافقه هیڅ ارزښت نه لري. البته د دې ګوند له پاره د دغې نوې طرحې منل هم اسانه کار نه دی.

https://p.dw.com/p/30pLz
Deutschland Berlin Andrea Nahles, SPD-Vorsitzende zu Unionskrise
انځور: picture-alliance/dpa/B.v. Jutrczenka

بالاخره د آلمان مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحادي ګوندونه چې د مهاجرو د مسئلې پر سر یې ائتلافي حکومت له یوه لوی بحران سره مخامخ کړی وو، وروسته له څو اونیو جنجال او بحثونو موافقې ته ورسیدل. خو اوس دوی د خپلې نوې طرحې له پاره د خپل ائتلافي شریک یعنې سوسیال دیموکرات ګوند موافقې ته اړتیا لري.

د دغې طرحې له مخې هغه پناه غوښتونکي چې آلمان ته تر راتګ مخې د اروپایې اتحادیې په نورو غړو هیوادونو کې راجستر شوي دي باید د سرحدي پولې په «ترانزیتي مرکزونو» کې ځای پر ځای شي او وروسته بیا دغه کسان د اروپایې اتحادیې هغه غړي هیواد ته انتقال شي چې په لومړي سر کې ورته داخل شوی وي.

د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونو خپله نوې موافقه په دریو ټکو کې خلاصه کړی ده: د نظم ښه کول، کنترول، او د دوهمي مهاجرتونو محدودول، یعنې هغه مهاجر چې آلمان ته تر راتګ مخکې د اروپایې اتحادیې په یوه بل غړي هیواد کې راجستر شوي وي.

خو اوس د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند له پاره د دغې نوې طرحې په اړه پریکړه خوشحاله کونکې نه ده. دا ځکه هغه درې ټکې چې په نوې موافقتنامې کې ځای پر ځای شوي دي د سوسیال دیموکرات ګوند اساسي بشري باورونه لړزولي دي. په ځانګړي توګه د ترانزیتي مرکزونو جوړول د دغه ګوند له شدید مخالفت سره مخامخ شوی دی.

همدارنګه د دغه ګوند د ځوانانو د سازمان مشر کیوین کونرت، وویل: «سوسیال دیمکرات ګوند په قاطع ډول تړلي کمپونه رد کړي دي. فرق نه کوي چې که هغه د افريقا په شمال، د اروپا په باندنیو سرحدونو او یا پساو(له اتريش سره د آلمان په سرحد) کې رامنځته کیږي».

Archivbild: Berlin - Merkel und Seehofer
د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر او د آلمان صدراعظمه انګلا میرکلانځور: picture-alliance/dpa/B. v. Jutrczenka

زندان ته ورته کمپونه

د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونو د غوښتنې پر بنسټ، هغه پناه غوښتونکي چې د اتريش له لارې آلمان ته رازي او مخکې تر دې په نورو اروپایې هیوادونو کې راجستر شوي دي، باید په سرحد کې ؤنیول شي او وروسته په هغو کمپونو کې وساتل شي چې د آلمان د قلمرو په توګه اعتبار نه لري، د بیلګې په توګه په هوایې ډګر کې د ترانزیت برخه.

د دا ډول پناه غوښتونکو دوسیې باید د څو ورځو په موده کې و ارزول شي او وروسته بیا دغه مهاجر هغو هیوادونو ته واستول شي چې د دوی د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د ارزونې مسئولیت لري.

خو دا ترانزیت مرکزونه هغو کمپونو ته هم ویل کیږي چې د آلمان مسیحي سوسیال ګوند یې په ۲۰۱۵ م کال کې د سلګونو زره مهاجرو د راتګ په غبرګون کې غوښتنه کړې وه. د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند دا ډول مرکزونه په قاطعیت سره ردوي.

زیګمار ګابريل، چې په هغه وخت کې د دې ګوند مشر وو دا مرکزونه «زنداني حوزې» بللي وې او له همدې ګوند څخه د کورنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي وو هغه کسان چې غواړي د هوایې ډګرونو ترانزیتي ارزونې د هیواد سرحدونو ته انتقال کړي «داسې ځمکه رامنځته کوي چې د کوم هیواد پورې اړه نه لري».

د سوسیال دیموکرات ګوند د تصمیم نیونې ستونزه

په برلين کې د سوسیال دیموکرات ګوند یوه پارلماني استازې وویل چې مسیحي سوسیال ګوند یو وار بیا په آګاهانه ډول د «ترانزیتي مرکزونو» مفهوم کشف کړی دی، تر څو سوسیال دیموکرات ګوند په غوصه کړي. دا یو ناوړه اراده ده چې سوسیال دیموکراتان له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ کړي، او د خلکو ذهنونه په ګوند کې دننه له حرج مرج څخه بلې خوا ته وګرځوي.

د سوسیال دیموکرات ګوند دغه پارلماني استازې زیاته کړې ده چې هغه د ټولنیزو شبکو له لارې داسې ډیر پیغامونه ترلاسه کړي دي چې په هغو کې له ګوند څخه غوښتل شوي چې په هیڅ صورت کې دې د «ترانزیتي مرکزونو» طرحه ونه مني.

په دې توګه نو د سوسیال دیموکرات ګوند مشره اوس د خپل ائتلافي شریکانو د طرحې په هکله د تصميم ګیرۍ په یوه حساسه مرحله کې قرار لري. دوی دا هم نه غواړي چې د دغې طرحې په نه منلو سره د ائتلافي حکومت عمر ته د پای ټکې کیږدي.