1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: تیر کال د پناه ترلاسه کولو نرخ د ریکارډ کچې ته رسیدلی

۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبه

ډیري وختونه د اوکراین په پرتله د نورو هیوادونو د اتباعو د «غیر منظم» مهاجرت یادونه کیږي. یو وار بیا د مهاجرو شمیر له پاره د حد ټاکل کیدو غوښتنې ډیرې شوې. احصایې ښيې چې له دوی څخه هم ډېر خلک د مهاجرت له پاره ښه دلایل لري.

https://p.dw.com/p/4OFbU
Symbolfoto BAMF
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

تیر کال په المان کې درې پر څلورمه برخه پناه غوښتونکو، چې د پناه غوښتنلیکونو په هکله یې پریکړې شوې دي، پناه ترلاسه کړې ده. دغه معلومات د المان حکومت په پارلمان کې د ګيڼ اړخي فرکسیون د پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي چې د پروتستانت رسنیز آژانس ((epd په اختیار کې ورکړل شوي دي.

د آلمان کلي او ښارونه مهاجرو ته د ځای ورکولو تر سخت فشار لاندي دي

پارلماني ډلې په اصطلاح تش په نامه د تنظیم شوو حفاظت ترلاسه کوونکو د کچې په هکله پوښتنه کړې، په کومه کې چې رسمي پریکړې په پام کې نه دي نیول شوي او یوازې هغه پریکړې په پام کې نیول شوي دي، کومې چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو تر ارزول کیدو وروسته یي په هکله پریکړې شوي دي. تیر کال د دا ډول پریکړو کچه ۷۲،۳ سلنه وه. د کیڼ اړخو په خبره دومره ډیره چې پخوا هیڅ کله هم نه وه.

د کډوالو له پاره د المان فدرالي اداره (Bamf) چې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو په هکله پریکړه کوي، یوازې یو مجموعي شمیر وړاندې کوي چې په هغې کې د رسمي دلایلو له کبله رد شوي پناه غوښتونکي هم شامل وي، د بیلګې په توګه کله چې د اروپايي اتحادیي کوم بل هیواد یي [د دوبلین د مقرراتو په اساس] د منلو مسئولیت لري.

دغه پریکړې د پناهندګۍ حق په هکله څه نه وايي. د بامف په اساس په ۲۰۲۲م کال کې د پناه ترلاسه کوونکو غوښتنلیکونو کچه ۵۶،۲ وه. په داسې حال کې چې دغه شمیر تر دې یو کال مخکې یعنې په ۲۰۲۱م کال کې ۳۹،۹ او په ۲۰۲۰م کال کې بیا ۴۳،۱ سلنه وو. که په تیر کال کې د مهاجرت اصلي مبدا لرونکو دوو هیوادونو ته وکتل شي، توپیر واضح کیږي: د المان حکومت د سوریې او افغانستان په څیر هیوادونو مهاجرو ته چې جګړه او سرکوب په کې مشخص یا تائید شوی دی ۹۰،۳ او ۸۳،۵ سلنه ونډه یا سهمیه ورکړې ده.

د حفاظت ترلاسه کولو په تنظیم شوو پریکړو کې چې یوازې مهمې پریکړې په کې حسابیږي له پاره د حفاظت ترلاسه کولو کچه ۱۰۰ سلنه ده. د اوکراین مهاجر په دې احصایه کې نه دي شامل، د دغه هیواد له جګړې څخه تښتیدلي مهاجر په المان کې د پاتې کیدو له پاره باید د پناهندګۍ له بهیر څخه تیر نه شي یا په بل عبارت په المان کې د پاتې کیدو له پاره باید د پناه غوښتنه ونه کړي، بلکې په مستقیم ډول کولی شي په دغه هیواد کې پاتې شي.

په روان کال کې نږدې ۱۲۰۰۰ مهاجر له المانه اخراج شوي

د المان په پارلمان کې د کیڼ اړخي استازي کلارا بونګر epd ته واضحه کړې ده چې د مهاجرت په اصلي مبدا هیوادونو کې وضعیت څومره خراب شوی دی او څومره ډیر پناه غوښتونکي مرستې ته اړتیا لري. بونګر وویل: «دا ګټه نه کوي چې د مهاجرت د محدودولو له پاره دې یو غیر قانوني، غیر واقعي او غیر انساني بحث په لاره واچول شي».

تیر کال د پناه غوښتونکو شمیر د زیاتیدو په دلیل اوس د نورو ترڅنګ د اروپایې اتحاديې د باندنیو سرحدونو د کنترول زیاتیدو غوښتنه کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص