1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پولیس او عسکر تر ټاکلي مودې مخکي له افغانستانه وځي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

د آلمان حکومت پريکړه کړې چې له افغانستانه خپل پوليس د روانې اپريل مياشتې په پای کې را وباسي. آلمان همدا راز خپل پاتې عسکر هم تر ټاکل شوې نېټې د مخه، په جولای مياشت کې راباسي.

https://p.dw.com/p/3sMeo
Afghanistan Deutsche Polizisten trainieren afghanische Kollegen in Feisabad
انځور: picture-alliance/dpa/M. Mettelsiefen

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر غواړي چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په ترڅ کې په دغه هيواد کې د افغان پوليسو د روزنې خپل پروګرام هم پای ته ورسوي.

د کورنيو چارو وزارت يوه وياند د پنجشنبې په ورځ (د اپريل ۲۲مه نېټه) له فونکه رسنيزي ډلې سره په خبرو کې وویل چې اوسمهال په کابل کې موجود شل پوليسي او پوليس به د اپريل تر دېرشمې نېټې پوري راووځي.

د آلمان د فدرالي پوليسو کابو تر ۲۰۰ پورې پرسونل د ۲۰۰۲م کال له مارچ مياشت راهيسې په افغانستان کې د پوليسو په روزنه کې ونډه درلودله.

په دې موده کې تر ۸۰ زره ډېر افغان پوليسي او پوليس و روزل شول او يو شمير ته یې نور کورسونه ورکړل شول.

له افغانستان څخه د امريکا د وتلو تر پريکړي سملاسي وروسته ناټو هم هلته د خپل ماموريت د ختمولو اعلان وکړ، چې آلمان يې غړی دی.

تر پلان شوي وخت مخکې وتل

د جو بايدن او ناټو تر پريکړې وروسته آلمان اعلان وکړ چې د روان میلادي کال د اګست میاشتې تر نيمايي پورې به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه را وباسي. خو د آلمان د دفاع وزارت يوه وياند د چهار شنبې په ورځ په برلين کې وويل چې آلمان او د ناټو نور متحدين یې کيدای شي تر پلان شوې نیټې د مخه له افغانستانه ووځي.

وياند زياته کړه چې دمګړۍ په کابل کې د ناټو د پريکړنده ملاتړ ماموريت په مقر کې «د جولای څلورمه نېټه د وتلو د مهلت» په توګه په پام کې نيول شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د آلمان پارلمان د دفاعي کمېټې غړيو ته هم په يوه محرمه غونډه کې په دې اړه معلومات ورکړل شوي دي چې ناټو د خپلو عسکرو د را ایستلو له پاره د جولای څلورمه نېټه د هدف په توګه ټاکلې ده.

خو د وزارت د ویاند په حواله د حتمي نېټې په اړه د پريکړې واک بيا هم د ناټو د شورا سره دی.

هغه زیاته کړه چې د ناټو غړي هيوادونه به د ځان له پاره «د دې [پريکړې] په نتيجه کې رامنځته شوي چيلينجونه او د هغې پايلې» و ارزوي. وياند ټینګار وکړ: «موږ اوس يوه مهمه لوژيستکي دنده په مخ کې لرو چې موږ ورته لا دمخه چمتو وو.»

د آلمان د دفاع وزيرې انګريت کرمپ کارنباور د افغانستان اوسنی وضعیت له دغه هيواد څخه د عسکرو د ژر را ايستلو د علت په توګه ياد کړ. هغې وويل: «د ناټو په مقر کې چې د اخراج د کوم علت په اړه خبره شوې، تر شا یې په ځانګړي توګه دا مفکوره ده چې څومره چې په افغانستان کې د عسکرو د پاتېدو موده را لنډه شي، احتمالاً به هومره د طالبانو له خوا زيان هم لږ وي.» هغې زياته کړه: «زموږ په آند خطر ډېر زيات دی.»

د افغانستان پر ماموریت تر ۱۲ میلیارده یورو ډیر لګښت راغلی دی

کرمپ کارنباور يو وار بيا ټینګار وکړ چې زموږ تر ټولو مهم هدف دا دی چې خپل عسکر او ملکي کارکوونکي روغ او خوندي راستانه کړو.

د دفاع وزيره همدا راز غواړي چې په افغانستان کې د آلمان د پوځ ځايي افغان کارکوونکي چې څه نا څه ۳۰۰ کسان دي، د عسکرو تر را وتلو د مخه آلمان ته انتقال کړي. هغې وويل چې په دې موخه یې يوه ساده پروسه پلان کړې ده. په کابل او مزار شريف کې به په دې موخه د تماس دفترونه رامنځته شي.

اوسمهال په ټولیزه توګه د نړيوال ائتلاف د ۳۶ هیوادونو کابو ۹۶۰۰ عسکر په افغانستان کې ميشت دي چې له دوی څخه يې ۱۱۰۰ آلماني آلمانان دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: