1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې ټولنه: د افغانستان ماموریت په انتقادي ډول ارزوي

۱۴۰۰ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د آلمان له خوا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان په پام کې نیولو سره «د سولې له پاره اقدام» په نامه د آلماني فعالانو ټولنې د دغه ماموریت د «بی طرفه ارزونې» غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3sGXN
DW Special 20 Jahre Bundeswehreinsatz in Afghanistan
انځور: picture-.alliance/dpa/M. Gambarini

د «سولې له پاره اقدام» (AGDF) په نامه د فعالانو ټولنې مشر یان ګیلدمایستر، د دوشنبې په ماښام د آلمان په بن ښار کې په خپاره شوي یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا واقعیت دی چې د آلمان حکومت ظاهراً یوازې د وزارتخانو ترمنځ د څیړونو غوښتونکی دی، له دې څخه معلومیږي چې حکومت په سیاسي توګه له بامسؤلیته پایلو څخه په ښکاره ډول ویره لري.»

د ګیلد مایستر په حواله دا نتیجه باید حکومت ته وښیې چې «د وسله والو ځواکونو د کار د دوام توجیه کول، لکه څنګه چې په وروستي ځل د مارچ په میاشت کې ترسره شوه، که په بې طرفانه ډول ورته وکتل شي، نو دا هم کیدای شي غیر حقیقي ثابت شي.» نوموړي زیاته کړه: «په هر صورت یو شی په ښکاره په افغانستان کې تائید شوی دی چې پوځي مداخله نه شي کولی سوله راولي.»

ګیلدمایستر د ملکي بحران د مخنوي او سولې د رامنځته کیدو له پاره د آلمان حکومت د سلاکار پلاوي له غوښتنو سره موافقته کړې ده، څو په ټولو نړیوالو شخړو کې د آلمان د مدني، پولیسو او پوځي ښکیلتیا د علمي ارزونې او نامطلوبه پرمختګونو د ژر پیژندنې له پاره فرصتونه بهتره کړای شي.

د آلمان په بونډسټاګ یا پارلمان کې د دفاعي کمیټې مشرې اوا هاګل، هم د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې «انتقادي، واقع بینانه او د امکان تر حده د یوې خپلواکې ارزونې یا بیلانس» غوښتنه کړې ده.

وروسته تر دې چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، ناټو هم پریکړه وکړه چې په دغه هیواد کې له ۲۰۰۱م کال راهیسې خپل روان ماموریت پای ته ورسوي.

په اوس وخت کې ناټو په افغانستان کې ۱۰ زره سرتیري لري چې د هغو له ډلې شاوخوا ۱۱۰۰ یې آلماني عسکر دي.

ګیلدمایستر انتقاد کوي چې د سولې حرکتونو له یوې اوږدې مودې راهیسې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله «خو دا پوښتنه په بشپړ ډول بې ځوابه پاتې ده چې واقعاً هم د دې پوځي ماموریت لاسته راوړنه څه ده یا کوم بدلون یې رامنځته کړی دی.»

همدارنګه دلته دا پوښتنه هم مطرح کیږي چې په هغه صورت کې چې طالبان همدارنګه د خپل نفوذ زیاتولو ته دوام ورکړي، نو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته کوم بریالیتوبونه له خطر سره مخامخ کیدلی شي. له همدې امله په شدید ډول یوې ارزونې ته اړتیا ده. د مایستر په خبره د افغانستان وضعیت ډیر پیچلی او د اټکل کیدو یا پيش بینۍ وړ نه دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز