1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان يوې څارنوالي د ایټاليا تابعیت ترلاسه کړ

۱۴۰۰ آبان ۲۱, جمعه

په افغانستان کې لومړنۍ څارنوالې او د زړورو ښځو د نړیوالې جایزې ګټونکې ماریا بشیر د ایټاليا هیواد تابعیت ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/42ufq
Maria Bashir erste weibliche Staatsanwältin in Afghanistan
انځور: DW

په افغانستان کې لومړنۍ څارنوالي د ایټاليا هیواد تابعیت ترلاسه کړی دی. دا خبره د پنجشنبې په ورځ د ایټاليا په پلازمېنه روم کې د دغه هیواد د عدلیې وزیرې مارتا کارتابیا، کړې ده.

میرمن بشیر په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو واک تر رسېدو وروسته له دغه هیواد څخه ایستل شوې وه او د سپټمبر میاشتې په لومړنیو کې ایټاليا ته راغلې وه.

دغه ا۵ کلنه مېرمنه په ۲۰۰۹م کال کې د افغانستان په لویدیځ هرات ولايت کې د څارنوالې په توګه ټاکل شوې وه چې د فساد او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد او د ماشومانو د حقونو له پاره یې مبارزه کوله.

په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال مېرمن بشیر د نورو ښځو په شان د کار کولو اجازه نه درلوده او باید په کور کې پاتې شوې وای. د مېرمن بشیر په وینا له همدې امله هغې په خپل کور کې د نجونو له پاره ابتدایي ښوونځی جوړ کړی وو.

ماریا بشیر په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د «زړورو ښځو نړیوالې جایزې» له پاره وټاکل شوه. په همدې کال د "Time" ورځپاڼې له خوا دا یوه د نړۍ د ۱۰۰ مطرح او بانفوذه ښځو څخه وبلل شوه.

په روم کې د وزیرانو شورا د خپلې هغې پریګړې چې د چهارشنبې په ماښام کې یې کړې وه د دلیل وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چې ماریا بشیر په خپل هیواد کې له ایټالوي ادارو سره په همکارۍ کې د قانون د حاکمیت له پاره کار کړی دی.

آژآنسونه: ش.ن/ ن.ز