1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مکرون او بن سلمان په لیدنه کې پر کومو موضوعاتو خبرې شوي؟

۱۴۰۲ خرداد ۲۷, شنبه

د سعودي ولیعهد پاریس ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له ولسمشر سره د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو اړیکو پر ژوروالي خبرې کړي دي. الیزې ماڼۍ د سعودي عربستان د دفاعي توان د پیاوړې کولو له پاره خپل تیاری اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/4Si1s
Frankreich Macron Mohammed bin Salman Saudi Arabien
انځور: Michel Euler/AP/picture alliance

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د جمعې (د جون میاشتې ۱۶ نیټه) په ورځ د الیزې په ماڼۍ کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ولیدل.

په سعودي عربستان کې له مذهب پرته د یوه نوي ملي هویت رامنځته کول

تر دې لیدنې کتنې وروسته الیزې ماڼۍ اعلان وکړ چې مکرون په دغو خبرو اترو کې ټینګار کړی دی هیواد یې اماده دی چې د دفاعي وړتیا د پیاوړې کولو په برخه کې له سعودي عربستان سره همکاري او ملګرتیا وکړي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دغه خبرې اترې د سعودي عربستان او فرانسې ترمنځ په راتلونکي کې د ستراتیژیکو اړیکو د لا زیات پراخولو د څرګوالي په هکله وې.

د امریکا يوه قاضي د سعودي ولیعهد پر ضد د خاشقجي قضیه رد کړې

ویل کیږي چې مکرون او محمد بن سلمان د منځني ختیځ د وضعیت په هکله هم خبرې اترې کړي دي. د الیزې ماڼۍ په وینا دواړه هیوادونه اراده لري چې په دوامداره توګه د کړکیچ پای ته رسولو په برخه کې هڅه وکړي.

مکرون په دغو خبرو اترو کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې یرغلیزې جګړې ته هم اشاره کړې ده او پر ملکي خلکو او د خوړو پر امنیت د دغې جګړې ویجاړوونکو پایلو ته هم اشاره کړې ده.

امانویل مکرون د تیر کال په دوبي کې هم محمد بن سلمان ته، چې د سعودي اصلي واکمن بلل کیږي په پاریس کې هرکلی ویلی و. له فرانسې څخه د بن سلمان لیدنه په ۲۰۱۸م کال کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د دغه هیواد د انتقادي خبریال جمال خاشقجي تر ترور وروسته اروپا ته د هغه لومړی سفر و. 

ماکرون د سعودي له وليعهد سره وکتل

د امریکا استخباراتي ادارې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر ورکولو مستقیم مسئول بولي، خو بن سلمان دغه تورونه رد کړي دي.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

په فرانسې کې د سعودي د ولیعهد هرکلی د بشري حقونو د فعالانو او د هغه د مخالفینو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی. د بشري حقونو له سازمان څخه احمد بن خمسي وویل: «د تاسف ځای دی، یو داسې سیاستوال ته لاس ورکوو چې د یوه ژورنالیست په قتل کې یې لاس درلودل ثابت شوي دي.«

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص