1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا يوه قاضي د سعودي ولیعهد پر ضد د خاشقجي قضیه رد کړې

۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

د امریکا حکومت د خبریال جمال خاشقجي د قتل په قضیه کې د سعودي ولیعهد ته د مصئونیت غوښتنه کړې وه. یوه امریکایي قاضي ویلي چې هغه بې له دې چې د حکومت له دریځ سره موافقه وکړي، بله چاره یي نه درلوده.

https://p.dw.com/p/4KaOr
Saudi-Arabien Riad | Mohammed bin Salman
انځور: Balkis Press/ABACAPRESS/picture alliance

د امریکا یوه قاضي د سعودي عربستان د منتقد خبریال جمال خاشقجي د کوزدني خدیجه جنګیز له خوا د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پر ضد شوې دعوی رد کړې ده.

سعوي الاصله امریکایي ژورنالیست جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال کې په ترکیه کې د سعودي په یوه قونسلګرۍ کې ووژل شو. د امریکا استخباراتي ادارې د خپلو څېړنو په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلي وو چې محمد بن سلمان د دې قتل امر کړی و.

د خاشقچي په قتل کې په لاس درلودو تورن کس په فرانسه کې نيول شوی

خو تیره میاشت د ولسمشر جو بایدن حکومت ویلي و چې د سعودي د شاهي حکومت په دې لوړ منصب کې ټاکل کیدل، هغه ته په دا ډول قضیو کې مصئونیت ورکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، لکه څنګه چې د هند لومړي وزیر ته په امریکا کې له قانون څخه خوندیتوب ورکړل شوی دی، په همدې شکل د سعودي ولیعهد ته هم استثنی ورکړل شوې ده.

قاضي څه وویل؟

د واشنګټن ډي سي فدرالي قاضي جان بیټس ویلي د خاشقجي د کوزدني خدیجه چنګیز او د بشري حقونو د یوې ډلې له خوا په شوې دعوی کې «ډیر قوي» او د «ستایلو وړ» دلایل وړاندې شوي دي چې د دې قتل تر شا د سعودي د شهزاده لاس دی، خو هغه وویل چې په دې موضوع کې د امریکا د حکومت دریځ ردولو هیڅ واک نه لري.

قاضي ویلي چې د بایدن حکومت د سعودي په ګډون د ټولو بهرنیو چارو مسئولیت لري، او د دې محکمې له خوا محمد بن سلمان ته د استثنا ورکولو پر ضد هر ډول پریکړه به، په دغو مسئولیتونو کې د غیر ضروري مداخلې سبب وګرځي.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال کې په ترکیه کې د سعودي په یوه قونسلګرۍ کې وژل شوی و.
جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال کې په ترکیه کې د سعودي په یوه قونسلګرۍ کې وژل شوی و.انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali

محمد بن سلمان د تیر کال په سپټمبر کې د سعودي صدراعظم ټاکل شوی و چې له دې مقام سره په امریکایي محکومو کې د یوه بهرني هیواد د مشر په توګه هغه مصئونیت ترلاسه کوي.

د صدارت مقام ترلاسه کولو مخکې، هغه له څو کلونو راهیسې د خپل ۸۶ کلن پلار پادشاه سلمان تر لاس لاندې عملاً حکمراني کوله.

د خاشقجي نامزادې د سعودي عربستان د وليعهد پر ضد د اقامې دعوا کړې ده

قاضي جان بیټس وویل چې د شهزاده پر وړاندې د «باور وړ» تورونه او بیا په ناڅاپي ډول د صدارت په مقام کې د هغې د ټاکل کیدو وخت او په کوم شکل چې امریکایي حکومت هغه ته د استثنا ورکولو سپارښتنه کړې ده، هغه ډیر ناکراره کړی دی.

د «عربي نړۍ ته اوس دیموکراسي» په نامه د بشري حقونو ډله چې پخپله جمال خاشقجي تاسیس کړې وه، دغه پریکړه غندلې ده. دغه سازمان پخپله هم د دعوی یو اړخ دی.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې دغه خبریال د سعودي حکومت او ولیعهد محمد بن سلمان د تګلارو شدید مخالف و.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز