1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې د بریدگر نوم په تور لیست کي نه سته

۱۳۹۹ آبان ۹, جمعه

ویل کیږي چي یوه ۲۱ کلن تونیسي د فرانسې په نیس ښار کي په چاړه باندي درې تنه وژلي دي. ولسمشر ماکرون پر کلیسا باندي دغه برید پر ټولي فرانسې باندي برید وباله.

https://p.dw.com/p/3kdko
Frankreich Nizza | Messerattacke | Ermittlungen
انځور: Gaillard Eric/abaca/picture alliance

د ترهگرۍ له پاره مسئول فرانسوي لوی څارنوال، ین فرانسوا ریکارد په ډیري خواشینۍ سره وویل، رسنیو تر غرمې وروسته د هغه برید گر هؤیت افشاکړی چي د نیس په مرکز کي پرتې کلیسا کي یې د درو تنو د وژلو مسئولیت پر غاړه دی. ریکارډ په عصبانیت سره زیاته کړه چي د مجرم ډیر ژر پیژندل به د پولیسو کار لا پسي سخت کړي تر څو د هغه په نورو ملگرو پسي وگرځي او یا هم د پیښي نور جزیات معلوم کړي.

تورن کس تازه راغلی مهاجر وو

تورن کس چي براهیم آ نومیږي، اوس زخمي دی او په روغتون کي پروت دی. د هغه کورنۍ د ایټالیا د لمپیدوزیا له ټاپو څخه ۱۳۰ کیلومتره لیري سفاکس کي اوسیږي.

براهیم د سپتمبر پر ۱۴مه د یوې بیړۍ په مرسته له تونس څخه وتلی او د لمپیدوزا له لاري د سپتمبر پر ۲۷ مه ایټالیا ته رسیدلی وو او له هغه ځایه یې ځان فرانسې ته رسولی وو.

قربانیان تصادفي کسان ول

بریدگر د سهار پر اوو بجو د نیس مرکزي ستیشن ته ولاړ او هلته یې یو څه انتظار وایست. پر ۸نیمو بجو د نوتره دام کلسا ته ننوت او هلته یې له یوې ۶۰ کلني ښځي څخه سرپرې کړ. د کلیسا خادم یې هم په ستوني کي وهلی وو چي وروسته مړ سو. یوه ۴۴ کلنه ښځه هم سخته ټپي سوې وه، چي ځان یې یوه نژدې رستورانت ته ورساوه خو هلته یې ساه ورکړه. پولیس په ډير لنډ وخت کي راورسیدل او بریدگر یې له پښو وغورځاوه.

بریدگر د نیول کیدو پر وخت درې چړې له ځانه سره درلودې چي په یوې یې دغه بریدونه ترسره کړي ول. دهغه بریدونو ته د اسلامي ترهگرۍ په سترگه کتل کیږي، دا ځکه چي هغه د بریدونو پر وخت د الله اکبر نارې وهلې.

دا پر ټول هیواد باندي یو برید وو

ولسمشر مانویل ماکرون تر غرمې مخکي د نیس ښار ته ورغی تر څو له امنیتي چارواکو او سیاسي استازو سره له نژدو خبري وکړي. هغه وویل چي پر ټوله فرانسه باندي برید سوی دی. کله چی پر یوه هیواد باندي د بیان د آزادۍ د حقونو له امله برید کیږي نو موږ به پر شاتگ و نه کړو.

ماکرون څو وخته مخکي هم د اسلامي بیلتون غوښتونکو او موازي ټولني پر وړاندي د سختي مبارزې په هکله وینا ورکړې وه.

نړیوال غبرگونونه

د نړۍ د ډیرو هیوادونو سیاستوالو د فرانسې پر کلیسا باندي دغه برید محکوم کړی دی. د آلمان صدراعظمي انگیلا میرکل د ترهگرۍ او افراطیت پرضد مبارزه کي له فرانسې سره له خپل بشپړ پیوستون څخه خبري وکړې.

له بلي خوا د جرمني ډیریو سیاستوالو د تویتري پوستونو له لاري دغه وحشتناک عمل په کلکه وغانده. خارجه وزیر هایکو ماس د تویتر له لاري اعلان وکړ چي یو افراطي قتل کوي او دغه ډول یو کس باید زموږ په ټولنه کي ځای و نه لري.

دا یران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د تویتر له لاري وویل چي افراطیت د افراطیت د رامنځته کیدو سبب کیږي. نوموړي ددغه برید د غندلو ترڅنگ، د کرکي، تشدد او تحریم پر ځای د عقل او منطق غوښتونکی سو.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د یوه تویتري پوست په خپرولو سره له فرانسویانو او د فرانسې له حکومت سره خپل پیوستون ښودلی او ویلی یې دي چي د افراطي اسلامپالو ترهگري بریدونه باید سمدستي پای ته ورسیږي. ترمپ ټینگار وکړ چي هیڅ هیواد نه سي کولای ددغه ډول بریدونو په وړاندي بې تفاوته پاته سي.

له بلي خوا د ملگرو ملتو عمومي منشي، انتونیو گوتیریس هم دغه برید محکوم کړی او د فرانسې له خلکو سره یې خپله همدردي ښودلې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ولسمشر ماکرون سره تر غم شریکۍ وروسته ویلي دي چي خلک یې له فرانسویانو سره په غم او غصه کي شریک دي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند، ابراهیم کالین هم په ترکي او فرانسوي ژبو باندي په خپل تویتري پیغام کي لیکلي دي »موږ د ترهگرۍ او افراطیت له ټولو ډولونو سره قاطعانه او یو له بل سره د پیوستون له پاره مبارزه کوو.«

د اسرائیلو جمهور رئیس، رووین ریولین هم د یوې وینا په خپرولو سره ددغه هیواد د قربانیانو له خپلوانو سره همدردي ښودلې او ویلي يې دي چي د زخمیانو د جوړیدو له پاره دوعا کوي.

د بریتانیا صدراعظم، بوریس جانسون، د بریتانیا خارجه وزیر، دومنیک راب، د ډنمارک خارجه وزیر مارک روته او د هالند لومړی وزیر له هغو سیاستمدارانو څخه دي چي د نیس پر کلیسا باندي د برید غندنه کوي او د فرانسې له حکومت سره یې خپل پیوستون ښودلی دی.

(AG) گ.پ/ن.ز