1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې په کليسا کي درې کسان په چړې وژل شوي دي

۱۳۹۹ آبان ۸, پنجشنبه

د فرانسې چارواکو ويلي دي چې يوه بريدګر په چاقو سره درې کسان وژلي دي. پېښه د فرانسې په نيس ښار کې شوې او ويل شوي چې په دې ترڅ له يوې ښځې سر پرې کړل شوی دی. د نيس ښاروال دا يو ترهګریز بريد بللی دی.

https://p.dw.com/p/3kafk
Frankreich Nizza | Messerattacke | Ermittlungen
انځور: Dylan Meiffret/dpa/picture alliance

رويترز خبري آژانس د فرانسوي چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې دا بريد د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۹ نيټه) په نيس ښار کې شوی دی. ښاروال کرستيان استروسي د تويتر له لارې ویلي چې د چړې دا بريد د فرانسې د مشهورې نوتردام کليسا سره نژدې يا په کليسا کې دننه شوی دی.

نوموړي زياته کړې ده چې بريدګر د پوليسو له خوا نيول شوی دی. پوليسو په پېښه کې د دوو کسانو وژل کیدل تائيد کړي دي او ويلي یې دي چې يو شمير نور کسان ټيپان شوي هم دي.

د پوليسو يوې سرچينې ويلي دي چې په پېښه کې له يوې ښځې سر پرې کړل شوی دی. د فرانسې ښی اړخي سياستوالې مارين لي پن هم په بريد کې د يوې ښځې د سر پرېکېدو خبره کړې ده.

دا بريد په داسې حال کې شوی دی چې په فرانسه کې لا خلک په روانه ميلادي مياشت کې له يوه ښوونکي څخه د سر پرې کيدو پر پېښه وير کوي. دغه بريد يوه چيچاني الاصله سړي په پاريس کې کړی وو.

دغه بريدګر ويلي ول چې په دې ګام سره یې غوښتل د درس په ترڅ کې شاګردانو ته د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) د کاريکاتورونو د ښکاره کولو له وجې دغه ښوونکي ته سزا ورکړي.

خو د نيس ښار د تازه بريد انګیزه لا سملاسي معلومه نه ده چې آیا دا بريد هم د کاريکاتورنو په تړاو شوی او که څنګه.

د ښوونکي له وژل کيدو راهيسې فرانسوي چارواکي چې د ډيرو عادي وګړو ملاتړ هم له ځان سره لري، د کاريکاتورونو د خپرولو پر حق ټينګار کوي. له ښوونکي سره د يووالي او خواخوږۍ د ښوولو له پاره په ترسره شويو مارشونو کې دغه کاريکاتورونه ښوول شوي دي.

دې کار د اسلامي نړۍ په يو شمير هېوادونو کې سخته غوسه را پارولې ده او ځينو حکومتونو د فرانسې پر ولسمشر د اسلام ضد اجنډا د پر مخ وړلو تورونه لګولي دي.

(dpa,Reuters) ب.ص/ن.ز