1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني د ملي ډیالوګ په پیلولو ټینګار کړی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ فروردین ۱, سه‌شنبه

پخواني ولسمشر اشرف غني وایي، طالبانو په افغانستان کې یو بې مخینې استبداد حاکم کړی او دا چې افغانستان تل د استبداد په مقابل کې راپورته شوی دی. نوموړی د افغانستان مسلې د حل لپاره په خبرو اترو ټینګار کوي.

https://p.dw.com/p/4OyOz
د افغانستان پخوانی ولسشمر محمد اشرف غني
د افغانستان پخوانی ولسشمر محمد اشرف غنيانځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت په یوه غږیز پیغام یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ، د افغانانو د ستوونزو، د نجونو او ښځو د کار او زده کړو او دغه راز په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات  د ټينګښت په اړه څرګندونې کړي دي.

اړوند مطلب: غني: په افغانستان کې له ښځو څخه د ژوند حق اخیستل شوی

اشرف غني ويلي، طالبانو په افغانستان کې یو بې مخینې استبدادي نظام حاکم کړی، چې په وینا یې په دغه هېواد کې استبدادي نظامونه نتیجه نه ورکوي.

نوموړي ویلي: « په ټول هېواد کې او زموږ  د خلکو د ژوند په هره برخه کې یې یو بې سابقې استبداد تحمیل کړی دی. استبداد  ښایي په ځینو هېوادونو کې بری درلودلی او ټینګ شوی وي، خو افغانستان ژر او یا وروسته رد کړی او مات کړی دی.»

پخوانی ولسمشر اشرف غني
پخوانی ولسمشر اشرف غني انځور: Reuters/M. Ismail

غني وويل چې افغانان له جګړو ستړي شوې دي او اړتیا ده، چې د جرګو او مرکو له لارې یوه حل ته ورسیږي.

هغه د تلپاتې ثبات له پاره د ملي ډیالوګ په پیلولو ټینګار کوي: «اوس تر هر بل وخت ضروره ده، چې د یوه ملي ډیالوګ  په پیلولو او د دغه هدف لپاره کار وکړو. افغانان یوازې د همدغسې خپلمنځي جرګو او مرکو له لارې چې فرد محوره نه  بلکې په صحيح ډول ولس محوره وي د خپل دولت او حکومت شکل ټاکلی شي.»

اړوند مطلب: اشرف غني: طالبانو افغانستان اشغال او ولس یرغمل کړی دی

نوموړي د خپل حکومت پرځیدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دا د «دوحې معاملې او په نظام کې د ښویېدونکو عناصرو د ابن الوقتۍ د مستقیمې اغیزې» پایله وه. 

غني د نجونو د ښوونځیو تړل کیدل یو ناورین بولي او وایي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز او ښځو ته د کار اجازې نه ورکولو سره، طالبانو د هغوی حقونو تر پښو لاندې کړي دي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني زیاتوي، چې د طالبانو واکمنېدو سره د افغانستان تعلیمي نظام «د پاکستاني مدرسو د خشک نظام تابع شوی او پیروي یې کوي.»

د طالبانو یو کلن حکومت ته په کتو آیا دغه ډله د حکومتولۍ ظرفیت لري؟

تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نوي کال په مناسب په خپل پیغام کې ټینګار کړی و، چې په افغانستان کې دې سملاسي ملي خبرې اترې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ یو شمېر پخواني افغان سیاسون چې د ملي مقاومت په نوم شورا یې رامنځته کړې ده، سره راټول شوې وو او د «له کړکیچ څخه د افغانستان د وتلو لپاره» خپل جوړ کړی پلان يې خپور کړ.

د تېر حکومت یو شمېر سیاسي څېرې او چارواکي، چې د دې شورا غړي دي، د دغه پلان د اعلان پر مهال ېې په خپلو ویناوو کې له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه.

په دغه پلان کې ویل شوي دي، چې که طالبان د افغان کړکېچ د حل لپاره له خبرو ډډه وکړي، د خلکو او نړیوالې ټولنې له لارې به پر دوی فشار راوړي څو خبرو اترو ته غاړه کيښږدي.

نوی کال؛ آیا د طالبانو د حکومت په دریځ کې به بدلون راشي؟