1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: څلور نيم میلیونه اوکراينيانو خپل کورونه پريښي دي

۱۴۰۰ اسفند ۲۰, جمعه

د اوکراين د جګړې د مهاجرينو شمیر په چټکۍ سره د ډېريدو په حال کې دی. ملګرو ملتونو ويلي دي چې دوه نيم میليونه کسان له اوکراين څخه وتلي دي او دوه ميليونه نور په هيواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/48MCD
Ukrainische Flüchtlinge an der Grenze zu Polen
انځور: Daniel Cole/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي چې کابو دوې اوونۍ تر مخه پر اوکراين د روسیې د يرغل له پېل راهيسې تر اوسه دوه نيم میليونه انسانان له دغه هيواد څخه وتلي دي.

د دې سازمان وياند پاول ديلون وويل چې يو نيم میليون کسان له اوکراين څخه پولند ته اوښتي دي چې له دوی څخه یې ۱۱۶ نفره د «درېمګړو هېوادونو وګړي» دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت عالي کميسار فليپو ګراندي ويلي دي چې پر هغه دوه نيم ميليونه کسانو سربيره چې له اوکراين څخه یې مهاجرت کړی دی، د دوو میلیونو په شا او خوا کې نور په هيواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

په دوو ورځو کې د ۱۰۰ زرو کسانو تخليه

د اوکراین جمهور رئيس ولاديمير زيلنسکي ويلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې په جګړه کې له ښکيلو ښارونو څخه کابو ۱۰۰ زره نفره خوندي سيمو ته انتقال شوي دي. يوازې د پنجشنبې په ورځ د ۴۰ زرو په شا او خوا کې نفر له هغې لارې چې له روسیې سره پرې توافق شوی وو، له کلابندو ښارونو څخه ووتل.

زيلنسکي په عين حال کې جمعه په شپه په نشر شوې ويديو کې روسیه تورنه کړې ده چې له ماريوپل ښار څخه د تخلیې پر يوه دهليز یې بريد کړی دی. دا ښار د روسي ځواکونو له خوا کلابند دی.

زيلنسکي په دې ويديو کې ويلي: «روسي ځواکونو جګړه نه ده درولې. سره له دې هم موږ تصميم ونيو چې ماريوپل ښار ته د نقليه وسایلو يو په خوراکي توکو، اوبو او درملو بار کاروان ولېږوو.» نوموړي زياته کړې چې روسي ځواکونو دقيقاً هغه ځای په نخښه کړی دی چې په دې دهلیز کې قرار لري. نوموړي دا بريد «د باتجربه ترهګرو له خوا شرموونکي ترهګري» وبلله.

Bildergalerie Ukraine-Krieg, Momentaufnahmen zwei Wochen | Irpin, Flüchtende unter Brücke
خلک هڅه کوي چې ځانونه خوندی ساحو ورسويانځور: Dimitar Dilkoff/AFP/Getty Images

د ماريوپل ښار وګړي چې ازوف سمندرګي ته نزدې د اوکراين تر ټولو مهم ستراتيژيک ښار دی، له لسو ورځو راهيسې محاصره دي. مرستندويه ټولنو د ۳۰۰ ملکيانو له ناوړه وضعيت څخه خبر ورکړی دی چې اوبو او برېښنا ته لاس رسی نه لري. تر دې دمخه هم له ماريوپل ښار څخه د ملکیانو د تخلیې له پاره اوربند له ناکامۍ سره مخ شوی وو. مسکو او کيف يو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورنوي.

د روسي سرچينو د معلوماتو په حواله تر اوسه «تر ۱۸۷ زور زیات کسان» له اوکراين څخه په روسیه کې خوندي ساحو ته انتقال شوي دي. دا معلومات د خپلواکو سرچينو له خوا تائيد شوي نه دي.

د رويترز خبري آژانس په حواله د اوکراين د جګړې د دوام په اړه  نړيوال غبرګونونه ادامه لري. په دې ترڅ کې د چين لومړي وزیر لي کي چيانګ د دغه هيواد د پارلمان د کلنۍ غوندې په پاي کې د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وويل چې په اوکراين کې وضعيت د «اندېښنې وړ» دی. هغه وويل چې اوس مهمه ده چې روسیه او کراين د اوربند په هکله خبرو اترو ملاتړ وکړي.

روسیې ته د قزاقستان د دولتي هوايي شرکت د پروازونو موقت درېدل

د روسیې تاس خبري آژانس د قزاقستان د دولتي هوايي شرکت په حواله د جمعې په ورځ خبر ورکړی دی چې «اير آستانه» روسیې ته او همدا راز د دغه هيواد د هوايي حريم له لارې خپل پروازونه په موقتي توګه درولي دي.

د شرکت په اعلامیه کې روسیې ته يا د روسیې د هوايي حريم له لارې د تجارتي پروزاونو د بيمې پای ته رسېدل د دې موقتي توقف دليل په ګوته شوی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, dpa) 

زموږ له آرشيف څخه: