1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شوی

۱۴۰۰ دی ۲۸, سه‌شنبه

يونیسف په ۲۰۲۲م کال کې په ټول افغانستان کې د پوليو ضد واکسين د لومړي کمپاين د پيليدو خبر ورکړی دی. په پام کې ده چې په دې پړاو کې به په ټول هېواد کې ۹،۹ ميليونه ماشومان د فلج یا پولیو پر ضد واکسين شي.

https://p.dw.com/p/45hgu
Afghanistan Polio Mitarbeiterinnen im Gesundheitswesen Health workers
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې له دوشنبې ورځې څخه په افغانستان کې د پوليو يا د ګوزڼ د واکسیناسيون څلور ورځني کمپاين پېل شوي دی.

د یونیسف له خوا په خپره شوې دې اعلامیه کې ويل شوي چې د تېر ميلادي کال په وروستي کمپاين کې ۵،۸ ميليونه هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه ول، د پولیو پر ضد واکسين شوي. د نوامبر مياشتې په دغه کمپاين کې هغه ۲،۶ ميليونه ماشومان چې په کلونو د پوليو له واکسيناسيون څخه محروم ول او په لومړي ځل د پولیو پر ضد واکسين شول.

د يونيسف په حواله په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د پوليو مثبتو پېښو شمير ډېر لږ وو او په دې ترتيب په افغانستان کې د دغه مرض د ريښې د ايستلو يوه بې ساري موقع رامنځته شوې ده.

ملګري ملتونه: طالبانو د پولیو واکسین له تطبیق سره موافقه کړې

د افغانستان له پاره د يونيسف استازې اليس آکونګا، وايي چې يونيسف هڅه کوي چې د افغانستان ټول ماشومان د ګوزڼ او نورو هغو ناروغيو پر ضد واکسين شي چې مخه یې نيول کيدلی شي. هغې وويل: «سږ کال موږ بايد خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړو څو د پوليو واکسين هر ماشوم ته ورسوو څو د تل له پاره د دې ناروغۍ ريښې وباسو.»

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازی ډاکتر داپنګ لو، هم په دې آند دی چې روان ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره يو ډېر ښه فرصت دی. هغه وویل: «دې هدف ته د رسېدو په موخه موږ د واکسين د کمپاين پنځې نورې دورې پلان کړي او ډېره اړينه ده چې دا حرکت وساتو څو خپل وروستي هدف يعني د دې ناروغۍ صفر ته د رسولو هدف ته ورسيږو.»

دا چې د روغتيا د برخې کارکوونکي د واکسيناسيون په کمپاین کې مهم نقش لوبوي، يونيسف د ټولنې له ټولو بانفوذه کسانو او مشرانو غوښتنه کړې ده، چې د روغتيایي کارکوونکو سره د دې کمپاين په برياليتوب سره سرته د رسولو او د هغوی د حفاظت په برخه کې همکاري وکړي.

افغانستان او پاکستان هغه هېوادونو دي چې تر اوسه هم پکې د پوليو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او لا هم د جنوبي آسیا په دغو دواړو هیوادونو کې د پولیو یا ګوزڼ مثبتې پیښې ثبتیږي. يونيسف هر کال په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړولو له پاره د پوليو د واکسين کمپاين پلي کوي خو نا امني او ځيني سنتي ناباورونه او مخالفتونو د دې باعث شوي چې ډېری ماشومانو له دې واکسين څخه بې برخې پاته شي.

ب. ص / ن.ز  (شکیلا ابراهيم خيل)