فاریاب: د نوي والي مخالفان وايي خپل پرلت ته ادامه ورکوو
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۸, سهشنبهد فارياب نوي والي محمد داود نن په يو تازه ويډيويي پيغام کې خبر ورکړ چې تیره ورځ يې د فاریاب د نوي والي په توګه خپله دنده پيل کړه. داود په دغه لنډ ويډيوي پیغام کې د فاریاب خلکو ته ډاډ ورکړی چې هغه به هلته د«ښې حکومتدارۍ، په ولسواليو او مرکز کې د ښه امنيت، په ولسواليو کې د متوازن انکشاف، معارف او روغتيا په برخو کې» د دغه ولایت د خلکو په خدمت کې وي.
خو په فارياب ولایت کې مارشال عبدالرشید دوستم ته یو شمیر وفادار کسان چې ولايتي شورا يې شمیر د ۲۰۰ او ۳۰۰ تر منځ ښيي نوی والي نه مني. دوی د ولایت ودانۍ مخې ته د تحصن خیمه درولې ده او وايي چې نوی والي د دوی د غوښتنو مطابق نه دی ټاکل شوی.
په فاریاب کې د جنبش ګوند مسؤل او د اعتراض کونکو يو مسؤل، احسان الله قوانچ، دویچه وله ته وويل: «موږ نوی معرفي شوی والی نه غواړو، موږ د فاریاب له پاره داسې يو والي غواړو چې د خلکو د غوښتنو او تائيد مطابق وي. زموږ اساسي غوښتنه همدا ده.» د ده په خبره، چې د نوی والی محمد داود د معرفي کولو مراسم په فاریاب کې د پوځ په لوا کې د کمو کسانو په موجودیت کې تر سره شوي او هغه اوس هم د ولایت مقام کې حضور نه لري.
قوانچ وويل چې د دوی اعتراضونه له څلورو ورځو راهیسې ادامه لري او نن يې د ولایت مقام په ګډون د فاریاب د يو شمیر ادارو دروازې هم تړلي دي. هغه وايي: «تر هغې چې زموږ غوښتنې عملي کيږي، موږ به د مدني قوانينو مطابق خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکوو.»
ولایتي شوار: خلک دې نوي والي ته وخت ورکړي
د فارياب د ولایتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني، د مدني حرکتونو ترسره کول د افغانستان د هر وکړي حق بولي، خو تر څنګ وايي چې په يوه نظام کې د چارواکو ټاکل او ګوښه کيدل هم يو اصل دی. د هغه په خبره، د مرکزي حکومت له خوا فاریاب ته د نوي والي د ټاکنې اقدام هم د دغه ولایت د خلکو په غوښتنه شوی دی.
رحماني وويل: «کوم څه چې په فاریاب کې روان دي دا د خلکو موضوع نه ده، بلکې د هیواد د دوو مشرانو موضوع ده چې يو لور ته يې مارشال صاحب دوستم او بل لور ته ېې داکتر صاحب اشرف غني دی.»
په همدې اړه:«د فارياب نوی والي به په نژدې راتلونکې کې رسما معرفي شي»
د فاریاب د ولایتي شورا رئيس وويل چې د مارشال دوستم غوښتنه دا ده چې باید د ده د ګوند يو څوک دې والي وي، خو هغه هیله مندي ښکاره کړه چې ښايي مرکزي حکومت دغه مسئله د تفاهم له لارې حل کړي. په وینا يې کیدای شي مرکزي حکومت مارشال دوستم د دغه ولایت د ملي پوځ د لوا قوماندانۍ په څير يوې څوکۍ په منلو سره راضی کړي.
رحماني دغه راز وايي چې د فاریاب خلک بايد نوي والي ته درې څلور مياشتې وخت ورکړي تر څو يې کار وګوري، «که هغه وخت يې د کار نتیجه ښه نه وه، بیا دې اعتراض وکړي او هغه وخت به زه هم د خلکو ترڅنګ دریږم.»
عبدالله عبدالله: د فاریاب مسئلې انديښمن کړي یوو
احسان الله قوانچ وايي چې دوی د افغانستان د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې د مارشال دوستم په مشرۍ د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ او اوس باید عبدالله هم د دوی د غوښتنو ملاتړ وکړي.
د افغانستان د مصالحې عالي شورا پرون په يوه اعلاميه کې وويل: «موږ د هیواد روان وضعيت ته په کتو د فاریاب ولایت په اړه انديښمن یوو.» په اعلاميه کې د عبدالله عبدالله له قوله زیاته شوې ده: «موږ د دې غوښتونکي يوو چې دغه ستونزه د سیاسي مشرانو او خلکو سره د خبرو اترو له لارې حل شي.»
تر دې وړاندې د فاریاب والي نقیب الله فایق وو چې مارشال دوستم ته له نژدې کسانو څخه شمیرل کيږي.
د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې د اپريل میاشتې پر ۲۳مه فاریاب ته د نوي والی محمد داود له ګومارنې څخه خبر ورکړ.
د اسلامي جنبش ګوند هغه مهال هم د ارګ دغه اقدام د «نه منلو وړ د شخصي او سیاسي ارادې تحميلول» ښودلي وو. خو د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې هغه وخت دویچه ويله ته ويلي ول چې د فاریاب له پاره د نوی والي ګومارنه، د فارياب د پخواني والي نقیب الله فایق د غوښتنې مطابق شوې ده. فایق ويلي دي چې «نور غواړي په مرکز کې کار وکړي.»
فاریاب د افغانستان په شمال کې له ترکمنستان هیواد سره ګډه پوله لري او يو له هغو ولایتونو څخه ګڼل کيږي چې مارشال عبدالرشید دوستم پکې نفوذ لري.
محمد کریم صالح/ن.ز.