1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فاریاب ته د نوي والي په سر اختلافات

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د ارګ له خوا فارياب ته د نوي والي ګمارنه له اختلافاتو سره مخ شوې ده. د مصالحې عالي شورا مرستيال، عنایت الله بابر فرهمند، چې د مارشال دوستم له نژدې کسانو څخه دی د ارګ دغه اقدام يې د خلکو د ارادې خلاف شخصي تصمیم بللي دی.

https://p.dw.com/p/3sXmu
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

د افغانستان د سيميزو ارګانونو خپلواکې ادارې د اپريل په ۲۳مه د فاریاب له پاره د نوي والي د ګمارنې څخه خبر ورکړ. دغې ادارې پر خپلې ويب پاڼه ليکلي، د دغې ادارې د لزوم ديد او د ولسمشر محمد اشرف غني د ۳۲۸ نمبر فرمان پر اساس محمد داود د حاجي نورالله زوی د فاریاب د نوي والي په توګه وګمارل شو. دغه اداره وايي چې نوی والي به په نژدې راتلونکې کې رسما معرفي او په خپل کار به پيل وکړي.

خو د ارګ له دغه اعلان سره یو لړ غبرګونونه او اختلافات وښودل شول. د افغانستان د مصالحې عالي شورا مرستيال، عنایت الله بابر فرهمند، چې دوستم ته له نژدې کسانو څخه دی، په همدې تاريخ پر خپل ټويټر ولیکل چې «د يو دموکرات نظام تر چتر لاندې د شخصي او سياسي ارادې تحميلول د منلو وړ نه دی.» فرهمند زیاته کړې ده چې د ولایت والي «باید د مشرانو او د خلکو د استازو په مشوره د خپلو خلکو له وړ کدرونو څخه وټاکل شي.»

د سیاسي چاور شنونکی جاوید کوهستاني هم وايي چې د ارګ دغه اقدام په اوسنيو شرايطو کې لازم نه وو او دا کیدای شي د ګټې پر ځای د حکومت په زيان واقع شي. هغه وايي: «دغه ډول اقدامات به په امنيتي ارګاونونو کې ستونزې راولاړې او د افغانستان د خلکو دښمنانو په ګټه به فرصت برابر کړي.»

خو د افغانستان د سيمیزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د فاریاب له پاره د نوي والي د ګمارنې اقدام، پخپله د فاریاب د والي نقیب الله فایق په غوښتنه شوی. د دغې ادارې مشر، شمیم کټوازي د شنبې په ورځ په کابل کې له نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې وويل: «فایق صاحب څو کلونه کامياب ماموریت په فاریاب کې ترسره کړی وو، په دا وروستيو کې يې صحي وضعيت ښه نه وو او د ده خپله غوښتنه وه، که زه نور په کابل کې خلکو ته خدمت وکړم.»

د فاریاب د نوي والي په توګه د محمد داود د ګمارنې سره په غبرګون کې په یاد ولایت کې یو لړ مظاهرې هم شوي دي. د ولایتي شورا مشر محمد طاهر رحماني دویچه ويله ته وويل: «په دې ارتباط يو څه نارضايتي موجوده وه او خلکو خپل اعتراض وکړ.» رحماني وویل د والي د ګمارني صلاحیت د حکومت دی، خو خلک هم حق لري چې خپل نظر او غوښتنې بیان کړي.

جاوید کوهستاني وویل که چيرته ارګ دغه اقدام د فارياب والي نقیب الله فایق په خوښه هم کړی وي، نو بیا په کار وو چې ځای ناستی يې په خپله د فاریاب یا د کوم بل شمالي ولایت له کدرونو څخه چې د سيمې له ژبې او کلتور سره آشنا وی، ټاکلی وی: «کیدای شو په دې برخه کې د مارشال صاحب سره مشوره شوې وی... زه فکر کوم د فاریاب د خلکو اعتراضونه پر ځای دي.»

د افغانستان د سيميزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر هم  پرون په خپلو خبرو کې وویل چې مظاهرې د خلکو حق دی او هره ستونزه به د مفاهمې له لارې حل کيږي. د افغانستان په شمال کې پروت فارياب يو له هغو ولایتونو څخه دی چې مارشال عبدالرشيد دوستم په کې ډير پلویان لري. د دغه ولایت والي نقیب الله فایق هم د دوستم له پلويانو څخه ګڼل کيږي. فارياب له ترکمنستان سره په ګډه پوله پروت دی.

په عین وخت کې د د دغې ادارې د مطبوعاتو او عامه اړیکو مشرې، نرګس مومند، د یکشنبې په ورځ دویچه وېله ته وويل چې د فارياب له پاره «نوی والي به په نژدې راتلونکې کې په رسمي توګه معرفي شي.»

میرمن مومند ومنله چې په دې برخه کې ځینې ستونزې شته او ځينو خلکو خپله نارضايتي ښودلې ده، خو هغې وويل چې «له هغو خلکو سره چې نارضايتي يې ښودلې ده خبرې اتري کيږي او د هغوی له موافقې سره سم به نوی والی معرفي کيږي.»

د شمالي ولایت فاریاب ته د ولسمشر اشرف غني له لوري د نوي والي د ګمارنې پر وړاندې اختلافاتو سره په ختيځ ولایت ننګرهار کې غبرګون ښودل شوی دی. د يو خپور شوي رپوټ پر اساس، د ننګرهار د ولایتي شورا رئيس، احمد علي حضرت ويلي دي که چيرته په شمالي ولایتونو کې يو مشرقيوال والي نه منل کيږي، نو دوی به هم په ختيځ کې پر ورته اقدام باندې لاس پورې کوي.

دويچه وله هڅه وکړه تر څو په دې اړه د ننګرهار د ولايتي شورا د رئيس یا مرستيال نظر واخلي خو د ډيرو اړيکو نيولو سره سره بریالي نشو.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال