1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيزر غواړي په آلمان کي د افغانانو منل کېدل آسانه کړي

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ښايي په پام کي لري چي د فدرالي ايالتونو له خوا د افغانانو د منل کېدنې پروگرامونو ته اجازه ورکړي. داخله وزارت په دې تړاو هيلي راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/4HvUI
Deutschland Ramstein Airbase | Flüchtende aus Afghanistan
آرشيف انځور ـ د المان په رامشټاين امريکايي پوځي مقر کي افغان مهاجرانځور: Andreas Rentz/Getty Images

د آلمان مرکزي حکومت په دې تړاو تصميم نيسي چي ايا فدرالي ايالتونه له يو هيواد څخه د ځانگړو پرگرامونو په لړ کي مهاجر منلای سي که نه. د افغانستان په موضوع کي يو شمير وړانديزونه موجود ول چي گواکي ايالتونه غواړي د افغانانو د منلو پروگرامونه جوړ کړي. خو تر اوسه پوري د آلمان د داخله وزيري نېنسي فيزر په رسمي توگه هيڅ کوم فدرالي ايالت ته د دا ډول پروگرام لرلو اجازه نه وه ورکړې.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي ښايي په نژدې وخت کي د تيورينگن، برېمن او برلين سره په همږغۍ کي دغو ايالتونو ته د ځانگړو پروگرامونو د لرلو اجازه ورکړل سي. يادو ايالتونو د مهاجرو د منلو د ځانگړو پروگرامونو د لرلو اجازه غوښتې ده. په دې هکله د آلمان د برلين ښار د »ټاگس څايټونگ« په نوم ورځپاڼي راپور ورکړی دی.
جرمني: هیسن ايالت غواړي ۱۰۰۰ افغان مهاجر ومني

د يادي ورځپاڼي د راپور له مخي د کورنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي دغه وزارت به د افغان مهاجرو د منل کېدلو لپاره د فدرالي ايالتونو د پروگرامونو اجازه په »ځانگړو شرايطو« پوري مربوطه کړي. زياته سوې ده چي د آلمان د هېسن ايالت د هغه پروگرام په هکله هم مشاورت ادامه لري چي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۶نېټه) يې د افغانانو لپاره د ځانگړي پروگرام اعلان کړی ؤ. وزارت ويلي دي چي کوښښ به دا وي چي پر دغه موضوع ډېر ژر يو تفاهم رامنځته سي.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياند و »ټاڅ« ورځپاڼي ته ويلي دي چي د آلمان د کورنيو چارو وزيره د هېسن له خوا د هغو افغانانو د منل کېدنې د اعلان سوي پروگرام هرکلی کوي چې په دغه ايالت کي کورنۍ اړيکي لري. هېسن د آلمان هغه ايالت دی چي تر تيورينگن، برېمن او برلين وروسته يې د افغانانو لپاره د ځانگړي پروگرام اعلان وکړ. خو دغه پروگرامونه بايد چي د آلمان د مرکزي حکومت تائيد هم ترلاسه کړي.
بیربوک اوس هم د افغانانو پر راایستلو ټینگار کوي

د آلمان په مخکني حکومت کي د داخله چارو پخواني وزير هورسټ زېهوفر د ايالتونو له خوا د مهاجرو د منلو د ځانگړو پروگرامونو مخنيوی کاوه او ورسره مخالفت يې لاره. خو په اوسنۍ کابينه کي د کورنيو چارو وزيري نېنسي فېزر هم تر اوسه د دغو پروگرامونو رسمي اجازه نه ده ورکړي. فېزر د خپلې تگلاري په ترڅ کي د ائتلافي حکومت لپاره لاسليک سوي تفاهم ليک حواله ورکوي. په دغه ائتلافي تړون کي د مهاجرو د منلو لپاره د ټول آلمان پر سطحه د پروگرام جوړولو خبره سوې ده. خو داسي يو پروگرام لا تر اوسه نه دی اعلان سوی.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي د آلمان پر سطحه د افغانانو لپاره د ځانگړي پروگرام چوکاټ جوړ سوی دی او په نژدې وخت کي به اعلان سي. خو دغه پروگرام چي لا په رسمي توگه نه دی اعلان سوی، ورباندي د بشري حقونو سازمانونو لکه پرو ازيول نيوکي کړي دي.

فېزر په پورتگال کي د ټي آنلاين په نوم پاڼي ته ويلي دي چي د اوکراينيانو او آلمان ته د راتلونکو نورو مهاجرو جگو شميرو ته په کتو سره دغه يوه درنه بشري وظيفه ده. هغې وويل چي په دومره لوی شمير د مهاجرو لپاره ځای پيدا کول به ډېر مشکل کار وي. خو هغې زياته کړېده چي پخوانيو تجربو او بحرانونو ته په کتو سره بيا هم دا کار ممکن دی.

آ./ا.ا./ن.ص.