1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ټولنیزو رسنیو له نفرت ډکې تبصرې ليکوونکي جزايي شوي

۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبه

يوه آلمانۍ میرمن پر ټولنيزو رسنيو د هغې له خوا د ښکار شوې گېدړې سره د يوه انځور تر خپرولو وروسته له کرکې څخه د ډکو تبصرو سره مخ شوه. خو اوس بايد دغه تبصره کوونکي هغې ته زرونه يورو جريمه ورکړي.

https://p.dw.com/p/3j7aH
Deutschland Symbolbild Hass im Netz
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

د سينا بي په نوم ځوانه ښځه د ژويو د ښکار شوق لري. له ښکار شويو او ژونديو ژويو سره اخيستل شوي انځورونه هغه پر انستاگرام او فيسبوک هم خپروي. په ۲۰۱۸م کال کې هغې له خپل عادت سره سم د يوې ښکار شوې گېدړې سره اخیستل شوی عکس په ټولنیزو رسنيو کې نشر کړ.

د آلمان د ښکاریانو ټولنې (ډي جی وي) په حواله د دوو ورځو په اوږدو کې دې انځور ته تر ۲۰۰۰ زياتې له کرکې ډکې تبصرې وليکل شوې. يادې ټولنې تر دې وورسته له دې ښځې سره مرسته وکړه څو د نفرت څخه د ډکو تبصره کوونکو پر ضد حقوقي دعوا وکړي. 

په دې قضيه کې تر پنځوسو زيات کسان له جزا او جريمو سره مخ شول.

يوې ښځې پر دې عکس د تبصرې په ترڅ کې د ښکار کوونکې ښځې له پاره ډېر زيات نامناسبه ټکي کارولي ول. دغه ښځې ته د محکمې او وکيل د لگښت د پوره کولو او ښکارۍ ته د تاوان په توگه د دوه زره يورو د ورکړې حکم ورکړل شو.

پر فيسبوک يوه بل کس په خپله تبصره کې ښکارۍ ته گواښ کړی وو: «بدشکله ښځې! موږ به تا وموندو، ته د خپلې روغتيا فکر وکړه.» محکمې دغه کس د ۱۴۰۰ يورو جريمې په سزا محکوم کړ.

اړونده موضوع:زاکربرګ: فيسبوک د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته جعلي معلومات پيدا او حذفوي يې

همدا راز هغه تن چې ليکلي یې ول: «زه يوازې وایم چې مکافات عمل» هغه ۱۶ سوه يورو جريمه شو. همدا يو شمير ښځې چې ورته تبصرې یې کړې وې، هم جريمه شوې. په دې توگه اغيزمنې ښځې څو زره يورو تاوان ترلاسه کړ.

«شواهد خوندي کړئ او قانون ته مراجعه وکړئ»

د آلمان د ښکاريانو ټولنې مشر فولگر بويننگ وايي چې «په انترنت کې د کرکۍ د خپرونکو هدف شويو ته موږ دا مشوره ورکوو چې هغوی دې شواهد خوندي کړي او د دې ډول خلکو پر ضد قانوني چلن وکړي.»

سينا بي اوس هم پر انستاگرام د ښکار شويو او ژونديو ژويو سره اخيستل شوي خپل انځورونه پرته له دې چې په اړه ېې زړه نا زړه شي، خپروي.

هغې په خپل یوه پوست کې ليکلي: «انتقاد او د نظر تبادله سمه خبره ده خو د کرکې پر بنسټ ولاړ نظر بايد ونه ليکل شي. که پر تاريخ نظر واچوو نو موږ پوهيږو چې نفرت څه پايله لرلی شي.»

زموږ له آرشيف څخه: