1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جعلي معلوماتو پر وړاندې د فيسبوک مبارزه

۱۳۹۸ بهمن ۲۷, یکشنبه

د فيسبوک بنسټګر، په فيسبوک کې د يو شمیر هيوادونو له خوا د سازمان ورکړل شوو جعلي معلوماتو او اطلاعاتي د کمپاينونو د کشف او حذفولو څخه خبر ورکړ. مارک زاکربرګ وویل چې د القاعده او داعش ۹۹ سلنه تبليغات له خپريدو مخکې حذفيږي.

https://p.dw.com/p/3Xr9q
Deutschland MSC 2020 | Mark Zuckerberg
انځور: picture-alliance/dpa/T. Hase

فيسبوک اوس د ميليارډونو ډالرو په ارزښت د جعلي معلوماتو پر وړاندې مبارزه پيل کړې ده. 

د جعلي معلوماتو او پر عامه افکارو باندې د هغې اغيز، د فيسبوک ټولنيزې شبکې له ستونزو څخه يوه ده. د مونش په امنيتي کنفرانس کې (د فبرورۍ له ۱۴مې تر ۱۶مې) پر دغې موضوع هم خبرې وشوې.

د فيسبوک مشر مارک زاکربرګ په دغه کنفرانس کې په دې هکله چې فيسبوک د جعلي معلوماتو پر وړاندې څرنګه مبارزه کوي معلومات ورکړل. هغه وويل چې فيسبوک په خپلې دغې مبارزې کې جعلي او غیرقانوني محتوای لرونکي معلومات او جعلي اکاونټونه کشف او حذف کړي دي. د هغه په وينا فيسبوک دغه ډول جعلي مواد د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته کشفوي.

زاکربرګ زياته کړه چې همکارانو يې يوازې د تيرکال په جريان کې ۵۰ مورده سازمان ورکړل شوي کمپاينونه (د يو مشخص مقصد له پاره جعلي او لاس وهل شوي معلومات) کشف او حذف کړي دي. هغه د بيلګې په توګه په تيره اوونۍ کې د روسيې له خوا د اوکراين هدف ګرځولو او د يوه ايراني شرکت له لوري چې هدف يې امريکا وو، څخه يادونه وکړه چې دغه ډول کمپاينونه يې حذف شوي دي.

د فيسبوک مشر زياته کړه چې په ورستيو کې يې نژدې يو ميليون جعلي اکاونټونه حدف کړي او فيسبوک په پرله پسې توګه د ښه کيدو په حال کې دی. هغه په دې اړه وويل: «د دغو اکاونټونو تر ټولو ډیره برخه تر ثبت کيدو څو دقیقې وروسته، پاک شوي دي.»

MSC München Sicherheitskonferenz Mark Zuckerberg
مارک زاکربرګ په المان کې د مونش په امنيتي کنفرانس کېانځور: picture-alliance/dpa/A. Vitvitsky

مارک زاکربرګ د مونشن د کنفرانس د مشر، ايشينګر، د دغې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه ډول دخالتونو څخه په انتخاباتو کې څومره انديښنه شته؛ وويل: «مطمينا چې ډول ډول ګواښونه شتون لري. موږ او نور ټول انترنيتي شرکتونه په تدريج سره پر هغو اطلاعاتي فعاليتونو باندې پوه شوي يو، چې د روسيې او نورو هيوادونو له خوا په جريان کې ول.»

زاکربرګ وايي چې د فیسبوک د ۳۵ زره کارکونکو اصلي دنده، د دغې شبکې امنيت او له محتوياتو څخه څارنه ده. هغه ۲۰ ډوله غيرقانوني محتوياتو ته اشاره وکړه چې فيسبوک د هغو څارنه کوي او د مصنوعي هوښ په مرسته يې حذفوي. زاکربرګ د فيسبوک د امنيتي څانګې د اوسنۍ اختصاصي بوديجې د اندازې په اړه وويل چې دغه بوديجه په ۲۰۱۲م کال کې د فیسبوک له ټولو عوايدو څخه لوړه ده.

د زاکربرګ په خبره، مصنوعي هوښ جعلي معلومات مخکې تر دې چې هغه د فيسبوک کارونکو لاس ته ورسيږي، حذفوي.

د هغه په وينا، مصنوعي هوښ د دې وړتيا لري چې د القاعدې شبکې او يا د اسلامي دولت (داعش) ډلې ۹۹ سلنه تروريستي تبليغات مخکې له دې چې د فیسبوک د کارونکو اختيار کې ولويږي، پيژني او حذفوي يې.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريال چې دغه مقايسه اشتباه ګڼي، له مارک زاکربرګ څخه پوښتنه وکړه:  فيسبوک د سلونو ميليارډه محتوياتو په خپرولو، ولې د نورو رسنيو په څير د هغو مسئوليت پر غاړه نه اخلي؟ زاکربرګ يې په ځواب کې وويل: «هر څومره چې زموږ مصنوعي ځيرکتيا ښه او پرمختللې شي، په هماغې اندازه موږ هم ښه کیږو.»