1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان یو شمیر پخوانیو سیمه ایزو کارمندانو ویزې ندي اخیستي

۱۴۰۲ مرداد ۷, شنبه

د یوه رپوټ پر بنسټ د المان حکومت په افغانستان کې خپل ډیر شمیر پخوانیو سیمه ایزو همکارانو ته چې د الماني پولیسو د یوې پروژې له پاره یې کار کړی دی، ویزې نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/4UXRt
Afghanistan Deutschland SoKo Afghanistan ARD-Doku über deutsche Polizisten
انځور: picture-alliance/dpa

په دغه رپوټ کې چې د المان په یو شمیر تلویزوني رسنیو، د «زود دویچه سایټونگ» ورځپاڼې او «Lighthouse Reports» څیړنیزې رسنۍ کې د جمعې په ورځ خپور شوی، ویل شوي دي چې د المان حکومت دغو کسانو ته د ویزې له وکولو څخه ډډه کړې ده.

د آلمان جي آې زیډ موسسه په افغانستان کې د ښځو کار کولو ته دوام ورکوي

دا په داسې حال کې ده چې د المان د نړیوالو همکاریو ټولنې (جي آی زیډ) ارزونه کړې وه چې دغه کسان په بالقوه ډول او یا هم «په ځانگړي توگه له خطر سره مخامخ» دي.

د دغه رپوټ چمتو کوونکو خبریالانو ویلي دي چې دوی په خپلو څیړنو کې له پخوانیو کارمندانو او حکومتي کارمندانو سره خبرې کړي دي او په دې اړه یې د عیني شاهدانو څرگندونې، د باور وړ ایمیلونه، د وزارتونو داخلي اسناد او د المان د مختلفو ادارو اسناد ارزیابي کړي دي.

د آلمان د پوځ افغان همکاران غواړي له افغانستانه ووځي

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ویزې د غوښتنلیکونو د رد موارد په ځانگړي توگه د الماني پولیسو د یوې پخوانۍ پروژې «د پولیسو د همکارۍ پروژه» یا  (Police Cooperation Project) په برخه کې موجود ول.

د المان د حکومت په خبره دا هغه پروژه وه چې په ترڅ کې یې د افغانستان پولیسو ته د لیک او لوست په برخه کې روزنه ورکول کیدله.

په دغه رپوټ کې زیاته شوې ده «جي ای زیډ» چې د المان د حکومت په امر انکشافي یا پرمختیایي پروژې عملي کوي، په خپلو ارزونو کې دې نتیجې ته رسیدلی و، چې د پولیسو د همکارۍ پروژې کارمندان «په ټولنه کې د معلومو کسانو په توگه، او له پولیسو سره د همکارۍ په دلیل» په ځانگړي توگه له خطر سره د مخامخو کسانو په ډله کې شمیرل شوي دي، خو سره له دې هم ډیري له دوی څخه د رد ځواب ترلاسه کړی دی.

د دغه رپوټ پر بنست، د المان د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو وزارت د ارقامو په استناد، له دې ډلې ۱۳۱۸ تنو یې په خپلو غوښتنلیکونو کې په دې اړه یو شکایت کړی دی چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، خو یوازې ۵۶ تنو یې د منل کیدو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ تر ۱۰۰۰ ډیرو کسانو تر اوسه پورې د رد ځواب ترلاسه کړی دی.

آلمان: ډېر ژر به له افغانستانه په زرونو نور کسان هم انتقال کړو

د المان د اقتصادي او پرمختیایي چارو وزارت په دې اړه خپلو توضیحاتو کې ویلي چې یوازې لږ شمیر له دغو کسانو څخه توانیدلي دي چې په «توجیه وړ شکل سره ووایي چې په هغه وخت کې د [پولیسو د همکارۍ پروژې] سره د کار کولو له کبله له خطر سره مخامخ دي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص