1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټيسلا انسان ته ورته روبوټ «اوپټيموس» معرفي کړ

۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبه

په نړيواله توګه د نوي ټيکنالوژۍ په برخه کي د مخکښ او نوښتګر په توګه پېژندل سوي د ټيسلا شرکت مشر، ايلون مسک يو بل نوښت معرفي کړ. هغه داسي روبوټ معرفي کړ چي د انسانانو په کورونو کي به کار کوي.

https://p.dw.com/p/4He1L
د ټسلا کمپنۍ له خوا د اوپټيموس په نوم د هومونوييډ طرحه
د ټسلا کمپنۍ له خوا د اوپټيموس په نوم د هومونوييډ طرحهانځور: Tesla Inc/Handout/REUTERS

د جمعې په ورځ د سپتامبر ۳۰مه نېټه وه چي په نړيواله توګه د مصنوعي ځيرکتيا د ورځي په توګه لمانځل کيږي. په دې ترڅ کي د ټيسلا شرکت مشر ايلون مسک د متحده ايالاتو په سان فرانسسکو کي و انسان ته ورته روبوټ يا هومونوييډ د معرفي غونډه جوړه کړې وه. دغه هومونوييډ ته د «اوپټيموس» نوم ورکول سوی دی. مسک د دغه روبوټ د ازمويښتي بڼي د معرفي کولو پر وخت وويل چي شرکت په يې په مليونونو دا ډول روبوټونه جوړ کړي. د هغه په وينا د دغه روبوټونو قيمت به شل زره ډالره وي. په وينا يې عام کاروونکي به د راتلونکو درو څخه تر پنځو کالونو پوري وکولای سي چي د دغو روبوټونو فرمايش ورکړي.

جاپان ـ يو روبوت به د معبد مخکښ راهب وي

د نړۍ تر ټولو زياتي پيسې لرونکي کس مسک دا هيله څرګنده کړه چي نه غواړي خپله کمپنۍ صرف د تخنيک سره تړلې وويني. د هغه په وينا هغه غواړي چي کمپنۍ يې د مصنوعي ځيرکتيا په ډګر کي هم مخکښ رول ولوبوي او په دغه بازار کي مخکښ واوسي. مسک وويل چي د «اوپټيموس» معرفي کېدنه د همدغو هلو ځلو يوه کړۍ ده.

ايلون مسک د ياد روبوټ د معرفي کولو پر وخت وويل چي په موجوده هومونوييډ روبوټونو کي په خپل دماغ سره د ستونزو د حل کولو وړتيا کمه ده. هغه دعوا وکړه چي البته «اوپټيموس» به په دې ډګر کي ډېر مؤثره ثابت سي. خو هغه وويل چي په زيات شمير په صنعتي توګه د دغه روبوټ بازار ته معرفي کول او په کورني کارونو کي د هغه د وړتياؤ د زياتولو لپاره لا ډېر کار ته اړتيا سته.

مسک پخپله د روبوټ د معرفي کولو پر وخت خبري کولې
مسک پخپله د روبوټ د معرفي کولو پر وخت خبري کولېانځور: Tesla/AFP

د ټيسلا د روبوټ په هکله غبرګونونه

پر سوشل ميډيا د «اوپټيموس» په هکله بېلا بېل نظرونه او غبرګونونه رابرسېره سوي دي. د ټويټر زياتو کاروونکو ويلي دي چي ټيسلا په ډېر چټک سرعت سره دغه روبوټ جوړ کړی او ورته وده يې ورکړې ده او دا چي دوی ورڅخه خوښ دي. د ايرزونا له دولتي پوهنتون څخه د روبوټيکس يو استاد پروفيسور هېنري بين ايمور ليکلي دي: «دمګړی و انسان ته د ورته روبوټونو قيمت د سلو زرو ډالرو په شاوخوا کي دی. دا چي مسک ورته شل زره ډالره قيمت ټاکلی دی، نو دا د کاروونکو لپاره مناسب دی.»

له بل اړخه د کارنيګي ميلن پوهنتون د ميکانيکي انجينرۍ استاد آرون جانسن ويلي دي: «دا د ستايني وړ خبره ده چي دوی په دومره چټکۍ سره دغه ځای ته رسېدلي دي. خو سوال دا دی چي ايا موږ په رشتيا دومره روبوټونو ته اړتيا لرو؟»

د اليکترونيکي موټرو جوړونکی امريکايي شرکت ټيسلا مشر ايلون مسک وايي چي يو وخت به د کورني کارګرو روبوټانو صنعت او تجارت تر هغه څخه زيات ارزښت ولري لکه د پخپله چلېدونکو موټرونو صنعت چي به وي. هغه وويل چي په آينده کي به دا ډول روبوټونه په هر کور کي تر سترګو سي چي کار به کوي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.