1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

په افغانستان او پاکستان کې زلزلې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي. دې شديدې زلزلې د سه شنبې په شپه په زرګونو کیلومتره پراخوالي سره ځمکه ولړزوله. خو تلفات د زلزلې شدت په نسبت زیات نه وو.

https://p.dw.com/p/4P2rt
Pakistan | Erdbeben
انځور: Naveed Ali/AP Photo/picture alliance

په امریکا کې د جیو فیزیک سروې مرکز اعلان کړی دی چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د جرم ولسوالۍ ته نږدې د ریشتر په مقیاس د ۶،۵ درجې زلزله رامنځته شوې ده. دغه زلزله د سه شنبې په شپه د سيمې پر وخت د شپې په ۹ بجې او ۳۰ دقیقې رامنځته شوې چې تر ۳۰ ثانیو ډیر یې دوام کړی و.

په افغانستان کې زلزله؛ د تلفاتو د لوړيدو انديښنه

دغه زلزله د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې، د پيښیدو له مرکز څخه تر ۲۰۰۰ کیلومتره لیري واټن کې هم احساس شوې ده.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

د پاکستان د بیړنیو پيښو سره د مبارزې څانګې یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه زلزله ډیره شدیده وه او له همدې امله مونږ د حد اکثر زیان رامنځته کیدو ته اندېښمن و، ځکه مو خبرداری ورکړی و.»

دغه ویاند زیاته کړې ده چې د دوی اټکل ناسم وو او د زلزله ځپلي سیمې اوسیدونکي یوازې ویریدلي ول او ډیر لږ زیات اوښتی دی.

هغه سیمې چې زلزله په کې رامنځته شوې ده، په پرله پسې ډول په کې ټکانونه احساسیږي، په ځانګړي توګه د هندوکش غرونو په لړۍ کې چې د زلزلې مرکز ښودل شوی دی.

په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي دي چې د زلزلې له کبله د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدارنګه په افغانستان کې چارواکو د ۳ تنو د وژل کیدو او ۴۴ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. لیري پرتو سیمو ته تلیفوني او انټرنټي اړیکې هم پرې شوي دي.

په پکتيکا کې بيا زلزلې په سونو کورونه ويجاړ کړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دي چې د ټول هیواد په کچه د درملنې طبي مرکزونه د تیارسۍ حالت ته راوستل شوي دي.

زمونږ له ټویټر شبکې سره یوځای شئ:

د تیر کال په جون میاشت کې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ریشتر پر مقیاس د ۵،۹ درجې زلزله کې تر ۱۰۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او په لسګونو زره نور بې کوره شوي وو.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص