1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې زلزلې ۸ کسان وژلي؛ تلفات ښايي لا لوړ شي

۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

د طالبانو د ادارې چارواکو ويلي دي چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې زلزلې لږ تر لږه اته کسان وژلي دي. د طالبانو د ادارې دولتي خبري آژانس د چارواکو له خولې خبر ور کړی دی چې د زلزلې تلفات ښايي نور هم لوړ شي.

https://p.dw.com/p/4GQ3S
Afghanistan Erdbeben | Zerstörungen in Paktia Kot
انځور: AFP/Getty Images

د باختر خبري آژانس چې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې فعالیت کوي، د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي نجيب الله حنيف له قوله ليکلي دي: «په کونړ کې د يکشنبې شپې زلزلې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.» نوموړي د اتوو کسانو د وژل کيدو خبره کړې ده او د تلفاتو د لوړيدو انديښنه یې څرګنده کړې ده.»

د امريکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې په افغانستان کې د دې زلزلې مرکز جلال آباد ته څېرمه سیمه ښوولې او زیاتوي چې د ريشتر پر مقياس د ۵،۳ درجې زلزله یې ثبت کړې ده.

په لومړنيو رپوټونو کې د طالبانو د طبيعي ناورينونو سره د مبارزې وزارت وياند محمد نسيم حقاني د زلزلې له کبله د شپږو تنو د وژل کیدو او نهو تنو د ټپي کيدو خبره کړې وه.

په پکتيکا کې بيا زلزلې په سونو کورونه ويجاړ کړي

د زلزلې ټکانونه په کونړ، لغمان، ننګرهار ولايتونو او همدا راز په پلازمينه کابل کې هم احساس شوي دي.

د طالبانو ادارې د طبیعي ناورینونو سره د مبارزې وزارت مرستيال مشر شرف الدين مسلم د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ له اغیزمنو شويو سيمو څخه د تلفاتو او خساراتو په اړه د معلوماتو په راټولو بوخت يو.»

افغانستان لا هم د روان میلادي کال په جون میاشت کې رامنځته شوې قوي زلزلې له پایلو کړيږي. دغه زلزلې تر ۱۰۰۰ ډېر انسانان وژلي او يو شمير کلي یې ويجاړ کړي ول.

په ۲۰۱۵م کال کې هم د ريشتر پر مقياس د ۷،۵ درجې زلزلې په پاکستان او افغانستان کې د ۳۸۰ په شا او خوا کې انسانان وژلي ول.

افغانستان په دې وروستیو کې سختو سېلابونو هم ځپلی دی. سېلابونو په يو شمير ولايتونو کې تر ۲۰۰ انسانان وژلي او په زرونو کورونه او کرنیزې ځمکې یې ويجاړې کړي دي.

زموږ له آرشيف څخه: