1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال وژل شوی

۱۴۰۲ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

د طالب چارواکو په حواله د بدخشان مرستیال والي د سه شنبې په سهار په فيض آباد ښار کې د يوه موټر بم په چاودنه کې وژل شوی دی. په پېښه کې يو شمیر کسان ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4SEcP
نثار احمد احمدي د طالبانو د بدخشان د والي مرستیال
د طالبانو د بدخشان د والي مرستيال وژل شویانځور: Pamir Media

د طالبانو د بدخشان ولایت د اطلاتو کلتور رئيس معزالدين احمدي ويلي دي چې پېښه نن، سه شنبې سهار پر اتو بجو او پنځلسو دقيقو رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړې: «نثار احمد احمدي او د هغه موټر چلوونکی په پیښه کې وژل شوي او نور شپږ ملکيان په دې ترڅ کې ټپيان شوي دي.»

اړونده موضوع: فيض آباد: د يوه بانک مخکې ځانمرګی بريدګر ووژل شو

نوموړي وويل چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي او د کشفي او استخباراتي بنسټونو له خوا د پېښې په تړاو پلټنې پيل شوي دي.

تر اوسه لا معلومه نه ده چې د بريد تر شا د چا لاس دی خو دا په افغانستان کې په تېرو څو اوونيو کې لومړۍ لويه چاودنه ده.

اړونده موضوع: طالبانو بیا یوولس کسانو ته علني سزا ورکړې

د طالبانو حکومت د داعش پر ضد عمليات ترسره کوي چې د کابل په شمول یې په ښاري مرکزونو کې د سترو بريدونو د ترسره کولو مسئوليت پر غاړه اخلي.