1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو بیا یوولس کسانو ته علني سزا ورکړې

۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې نن جمعه یې د دوو ښځو په ګډون پر یوولس کسانو د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د تعزیري سزا حکم تطبیق کړی دی.

https://p.dw.com/p/4NesK
افغانستان/ طالب جنګیالي
افغانستان/ طالب جنګیاليانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو ادارې د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، دغه کسان په اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو تورن ول چې نن جمعه (۲۰۲۳م کال د فبرورۍ ۱۷) په عام محضر کې سزا ورکړل شوه.

په اعلامیه کې راغلي: «د تعزیري جزا دا حکم نن د جمعې تر لمانځه وروسته شاوخوا ۱:۳۰ بجه د متنفذینو، عالمانو، پوهانو او د بدخشان ولایت پوځي او ملکي چارواکو په وړاندې د مجرمینو د هستوګنې ځای د فبض آباد ښارد ۷مې ناحیه بتاش کلي کې تطبیق شو، ترڅو دوی او نورو ته عبرت وګرځي.»

د سترې محکمې په اعلامیه کې ادعا شوې چې د تورنو قضیې ځايی ښاري محکمې څیړلي او هغوی پر کړې پریکړه قناعت درلود.

اړوند مطالب:طالبانو په لوګر او لغمان کې ۱۴ نارينه او ښځې په دُرو وهلي

طالبانو د خپلي واکمنۍ په دویم دور کې بیا علني سزاګانې پيل کړي چې په دې لړ کې یې ان یو کس څه موده وړاندې په فراه ولایت کې قصاص هم کړ.

که له یوې خوا د طالبانو د عدلي تعقیب او د درې ګونو محکمو پړاوونه په خپلواکه توګه نه څارل کیږي، له بل لوري د طالبانو دا کړنې د نړېوالو بشري حقونو بنسټونو له خوا هم تر کلک انتقاد لاندې دي.