1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه افغانستان ته د اخراج درولو غوښتنه

۱۴۰۰ فروردین ۱۶, دوشنبه

په آلمان کې د مهاجرو پلوي سازمان افغانستان ته د رد شويو مهاجرو د يوې بلې ډلې د اخراج پر ضد احتجاج کړی دی. آلمان ښايي د چهار شنبې په ورځ يوه ډله افغانان بيرته خپل هيواد ته وليږدوي.

https://p.dw.com/p/3rb4H
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
آرشيف انځورانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازيول» د دوشنبې په ورځ (د اپريل ۵مه نېټه) ويلي چې د چهار شنبې په ورځ په روان ۲۰۲۱م کال کې د څلورم ډله ایز اخراج ګواښ موجود دی. زياته شوې چې دا ځل به ښايي مهاجر د برلين له شونفيلد هوايي ډګر څخه افغانستان ته وليږدول شي.

د ټولني له خوا ويل شوي چې دا ګام د افغانستان ناوړه امنيتي وضعيت، د کرونا وبا له کبله روغتيايي ګواښونو او همدا راز همدا د کرونا له کبله د رامنځته شوي خراب اقتصادي حالت ته په کتو سره د توجې وړ نه دی.

د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشت کې د اخراج لړۍ پيلیدو راهيسې تر اوسه په ټوليزه توګه يو زر او ۱۵ کسان بيرته افغانستان ته استول شوي دي. په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې ۱۰۷ کسان چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، ليږدول شوي دي.

د پرو ازيول ټولنې له خوا زياته شوې: «مياشت په مياشت، د کرونا پاندمي او د هغې پر ناوړه پايلو سربیره په چارتر الوتکو کې ناهيلي ځوانان له لسیزو راهيسې له وسله والو شخړو څخه دغه اغیزمن شوي هيواد ته استول کيږي.»

افغان مهاجر: فرانسوي پوليسو راباندي هوايي ډزي وکړې

د مهاجرو پلوي دې سازمان د ملګرو ملتونو يوه تازه رپوټ ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې په افغانستان کې په دې وروستيو کې لا دمخه ناوړه امنيتي وضعيت نور هم خراب شوی دی.

د ټولنې له خوا زياته شوې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې په تیر ۲۰۲۰م کال کې ۲۵ زره او ۱۸۰ امنيتي پېښې ثبت کړي چې دا په دې تیرو کلونو کې په امنيت پورې اړوندو پېښو تر ټولو لوړ شمير دی او د ۲۰۱۹م کال په پرتله چې ۲۲ زره ۸۳۲ پيښې پکې رامنځته شوې وې، لس سلنه زياتوالي ښيي.

زیاته شوې چې د وسله والو نښتو شمير چې په ۲۰۱۹م کې ۱۳ زره او ۱۵۵ وو، ۱۸،۴ سلنه لوړ شوی او په ۲۰۲۰م کال کې ۱۵ زره او ۵۸۱ دا ډول پېښې رامنځته شوي دي.

پرو ازيول همدا راز د هدفي وژنو د پېښو يادونه هم کړې او ویلي يې دي چې په داسې حال کې په ۲۰۱۹م کال کې ۷۸۲ د هدفي وژنو پېښې ثبت شوې وې، په ۲۰۲۰م کال کې دا پېښې ۲۷ سلنه زياتې وې او په ټولیزه توگه ۹۹۳ هدفي وژنې ترسره شوې وې.

زموږ له آرشيف څخه: