1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې پوليسو په لسونو افغان او پاکستاني کډوال نيولي دي

۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبه

د ترکیې پوليسو د چهار شنبې په ورځ يوه بار وړونکې لارۍ درولې وه چې د افغانستان او پاکستان څخه پکې ۱۱۴ کډوال سپاره ول. په دې مهاجرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3qBay
Symbolbild Flüchtlinge in einem Lastwagen Schleuser Migration
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Police Upper Austria

د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله د ترکیې پوليسو ويلي دي چې د دغه بار وړونکي موټر چلوونکی یې نيولی دی.

 د «ديمیرورن» په نامه يوه خصوصي خبري آژانس په حواله دغه بار وړونکې لارۍ ختيځ ښار وان کې د ایران سرحد ته څېرمه هغه وخت درول شوې وه چې يو لاروی ورسره تر ټکر وروسته مړ شوی وو.

د خبري آژانس په حواله پوليسو بيا په دغه لارۍ کې چې د هوا هيڅ سيستم یې نه درلود، ښځي او ماشومان وموندل او هغوی یې د پوليسو مرکز ته انتقال کړل. دا لا روښانه نه ده چې دغه لارۍ چيرته روان وو.

اړونده موضوع: یوه ډله افغان مهاجر څنګه په یخچالي لاریو کي جرمني ته ورسیدل؟

وان ښار پر هغه مسير پروت دی چې پناه غوښتونکي او مهاجر یې اروپا ته د رسيدو په هیله د يوې دروازې په توګه کاروي.

په وان ښار کې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰م کلونو کې د کښتۍ په دوو خواشينونکو پېښو کې تر ۶۰ زيات کډوال مړه شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه