1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل د اروپا اتحادیې ته برق ورکوي

۱۴۰۱ مهر ۲۲, جمعه

د اسرائیل او اروپايي اتحادیې ترمنځ د برق پلان سوی ارتباط د پرمختګ په حال کي دي: د پنجشنبې په ورځ په نیکوسیا کي په رسمي ډول د قبرس او یونانۍ جزیرې، کریتا تر منځ د برق کیبل غزول افتتاح سول.

https://p.dw.com/p/4IC7V
Brasilien Sao Paolo | Stromnetz
انځور: Cris Faga/Zuma/picture alliance

په تقریبأ ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالي سره دغه کیبل د ایرو-آسیا اتصالي شبکې - EuroAsia Interconnector په نامه دغي لويي پروژې تر ټولو اوږد او د غځولو یوه سخته مرحله یې وه.

د قبرس د راډیو په حواله به له اسرائیل څخه د اروپا تر اتحادیې پوري کیبل مجموعأ ۱۵۱۸ کیلومتره اوږدوالی ولري او په ځینو ځایونو کي د مدیترانې په تل کي تر ۳۰۰۰ مترو پوري لاندي وي. پدې ډول سره به نو د ایرو-آسیا اتصالي شبکې دغه کیبل په نړۍ کي تر اوبو لاندي د برق د ارتباط تر ټولو اوږد کیبل وي. 

د دغي پروژې مصارف تقریبأ ۲،۵ ميلیارده یورو کیږي چي د اروپا اتحادیه یې تقریبأ ۶۵۰ ميلیونه یورو پرغاړه اخلي. د پروژې په تکمیلیدو سره به هغه ۲۰۰۰ میګاواټه برق د انتقال ظرفيت ولري.