1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د کرونا دلتا بڼه څومره خطرناکه ده؟

۱۴۰۰ تیر ۱, سه‌شنبه

په افغانستان کې ورځ تر بلې د کرونا پېښې ډېريږي او هند هم د کرونا ويروس د يوې سختې څپي سره مخامخ دی چې ويل کیږي علت یې د کرونا دلتا بڼه ده. د کرونا دا بڼه څومره ساري ده؟ آيا دا تر نورو ډېره وژونکې ده؟

https://p.dw.com/p/3vKHx
Bildergalerie über die Varianten des neuen Coronavirus
انځور: Christian Ohde/imago images

دلتا څه ته وايي؟

د کرونا دلتا بڼه چې B.1.617.2 هم بلل کیږي، په لومړي ځل د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر مياشت کې د هند په مهاراشتر ایالت کې وموندل شوه او له هغه راهسې په ډېره چټکۍ سره په هند او ټوله نړۍ کې خپره شوه.

په لومړي سر کې د کرونا دا بڼه له همدې کبله د هندۍ بڼې په نامه ياديدله خو بيا وروسته د روغتيا نړيوال سازمان د دلتا په نامه ونوموله.

د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا دا بڼه د اندیښنې وړ ګڼلې ده.

د دلتا بڼې جنيتيکي بدلون

د کرونا دلتا بڼه هم د جنيتيکي بدلون په حال کې ده او تر اوسه پکې څو بڼي رامنځته شوي دي. په اصل کې دا نورماله خبره ده چې ويروس خپله بڼه بدلوي. په ځينو مواردو کې دا بدلونونه ويروس نور هم اغېزمنوي او په ځينو کې يې کمزوری کوي، خو اکثره وخت دا جنيتيکي تغيرونه د ويروس پر اغېزمنتوب هیڅ تاثير نه لري.

د دلتا بڼې دقيق فعاليت په اړه ساينس پوهان لا ډېر نه پوهیږي. د لندن د کوين میري پوهنتون د ساري ناروغيو کارپوهه دپتي ګرداساني وایي چې دمګړۍ په دې اړه څېړنې رواني دي چې تر واکسيناسيون وروسته به دغه بڼه څرنګه وي.

دلتا بڼه څومره خپره شوې؟

دمګړۍ د نړۍ په ۸۰ هيوادونو کې دلتا بڼه پيژندل شوې يا یې شتون تائيد شوی دی. د ساينسي فعاليت د څار نړيوالې اداري (GISAID) ويلي دي چې په بريتانيا کې تر اوسه په زرونو مريضانو کې دا بڼه تشخيص شوې ده.

د دغه ادارې په حواله تر بريتانيا وروسته په هند، امريکا او آلمان کې د دغه بڼې ډېري پېښي ثبت شوي دي.

ګرداساني وويل: «په هند کې موږ موندلې چې دلتا بڼه د الفا په پرتله چې لومړی په بريتانيا کې موندل شوې وه، ډېره په چټکۍ سره خپريږي. او دا خبره ځکه د اندېښنې وړ ده چې د الفا بڼه ډېره ساري وه.» د هغه په خبره د دې بڼې د ليږد امکان درې چنده لوړ دی.

دلتا پلس بڼه

داسې رپوټونه هم ورکول کيږي چې اوس د دلتا بڼې يو نوی ډول هم پيدا شوی دی. دې ته دلتا پلس يا AY.1 نوم ورکړل شوی دی. د دلتا بڼې دا ډول د افريقا د بيټا بڼې بڼه هم ګڼل شوې ده.

په ډېرو مريضانو کې دلتا پلس هم تشخيص شوې ده. دپتي ګرداساني وایي چې د کرونا پر دې بڼې واکسين هم تاثير نه لري او له يوه کس نه بل ته د انتقال فيصدي یې هم ډېره لوړه ده. خو نوموړې وايي چې د دې نوې بڼې په اړه لا ډېر معلومات نه شته.

آيا دلتا بڼه ډېره وژونکې ده؟

تر اوسه د دلتا بڼې په اړه ډېر معلومات په لاس کې نه شته او نه هم دا روښانه ده چې د دې بڼې له کبله څومره انسانان وژل شوي دي. په بريتانيا کې د فيبرورۍ مياشتي له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۷ مې نیټې پورې د  ۴۲ کسانو د مړینې علت دلتا بڼه وه. له دوی څخه یې ۲۳ کسان لا واکسين شوي نه ول.

Indien Coronavirus Pandemie
د کرونا دلتا بڼه لومړی په هند کې وموندل شوهانځور: Debarchan Chatterjee/NurPhoto/picture alliance

په بريتانيا کې د کرونا په دغه بڼه ۱۳۰۰ اخته کسان روغتونونه ته وړل شوي ول. د دلتا بڼې پر وړاندې بایونتک – فایزر واکسين هم ۶ سلنه کم موثر ثابت شوی دی.

د دلتا بڼې علايم څه دي؟

له بريتانيا څخه د ترلاسه شويو معلوماتو په حواله د کرونا د دغي بڼي علايم له نورو بېل دي. د بريتانيا د «زوی» په نوم اپ په حواله چې ناروغان پکې خپل علايم ثبتوي، اغیزمن کسان له سردرۍ، ستوني وچيدو، له پزې څخه د اوبو جاري کیدو او تبې څخه شکایت کوي. ځينو یې ټوخی هم درلود. ساينس پوه او د دې اپ يو له جوړونکو څخه تم سپيکتور په دې اړه وايي: «ځوانانو ته دا لکه د يوه سخت ريزش په څېر وي.» همدا وجه ده چې پرې اخته کسان لومړی فکر کوي چې دوی په رېزش اخته دي او په دې توګه نورو کسانو ته انتقاليږي.په آلمان کي د کرونا «دلتا» بڼه مخ پر پراخیدو ده

د سپيکتور په حواله له همدې کبله د دې علايمو په درلودو سره سړی بايد د کرونا ټيسټ وکړي او بايد په کور کې پاته شي.

څرنګه ترې ځان ساتلی شو؟

پيژندل شوي روغتيايي اصول لکه له نورو سره د واټن مراعاتول، د لاسونو پريولل، ماسک تړل او د کور او خونو د کړکيو خلاصول چې تازه هوا داخله شي، د کرونا د دې بڼې د خپريدو په مخنيوي کې مرسته کوي. دا څرګندونې د آلمان روبرت کوخ انستيتويت کړي دي.

همدا راز د بايونتيک – فايزر او استرازينکا واکسين هم د دې بڼې پر وړاندې اغیزمن دی که څه هم چې د نورو بڼو په مقابل کې يې دلته موثريت لږ څه کم دی. پر دې سربيره باید له سفرونو، غونډو او محفلونو څخه ډډه وشي.

ب. ص/ ن. ز (Kathrin Wesolowski, Louisa Wright)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب