1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د کرونا «دلتا» بڼه مخ پر پراخیدو ده

۱۴۰۰ خرداد ۲۷, پنجشنبه

په آلمان کي د یوې اونۍ په ترڅ کي د کرونا په ټولو نوو ثبت سوو پیښو کي د هندي شکل برخه تقریباً دوه برابره سوې ده. د دغي بڼي پرمختګ بيا په بريتانيا کي د اندېښنې وړ دی.

https://p.dw.com/p/3v4ZW
Deutschland Corona-Testcenter
انځور: Robert Michael/dpa/picture-alliance

د آلمان د رابرت کوخ انستیتوت د نوو ارقامو له مخي په دغه هيواد کي د کرونا په نوو پیښو کي ۶،۲ سلنه د دلتا ډول لیدل سوی چي سخت خطرناک او د سرایت کیدو خطر یې ډېر دی. که څه هم دغه رقم ډیر لوړ نه دی، خو د تیري اونۍ په پرتله چي ۳،۷ سلنه وو، په واضح ډول لوړ سوی دی.

د کارپوهانو په خبره دا ډول پرمختګ ښايي نور هم چټک سي. په بریتانیا کي د دلتا یا د کرونا د هندۍ بڼي پراخوالی د دې سبب سو چي په راتلونکي اونۍ کي د کرونا محدودیتونو د راکمولو پلان يوه مياشت نور هم وځنډيږي.

دا چي په اوس وخت کي دغه ویروس په خپل دلتا شکل کي په څومره چټکۍ سره پرمختګ کوي، په بریتانیا کي په تیرو اوو ورځو کي د نوو اخته کسانو په مجموعي شمیر کي لیدل کیږي.

د جون میاشتي له ۱۰ می او ۱۶ نېټې په ترڅ کي ۵۵،۲۱۶ نوي پیښي رامنځته سوي دي چي د تیري اونۍ په پرتله یو پر دریمه برخه زیاتوالی ښيي. د هغو پیښو شمیر لا ښايي نور هم لوړ وي چي ثبت سوی نه دی. د تیرو اونیو په پرتله روغتون ته د ناروغانو انتقال حتی ۴۰ سلنه زیات سوی دی.

Deutschland Berlin | Bundespressekonferenz Jens Spahn und Karl Lauterbach
آلمانی سیاستوال ، کارل لاوترباخانځور: Stefanie Loos/REUTERS

د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند د روغتیايي چارو سیاستوال، کارل لاوترباخ په دې نظر دی چي د روان کال په مني کي به په جرمني کي هم ډېر کسان په دغه ویروس اخته سي.

د لاوترباخ په خبره د کرونا دغه نوی ډول له درو اړخو خطرناک دی: هغه په ښکاره ډول چټک انتقالیږي، د ناروغۍ بهیر یې سخت دی او د واکسین په وړاندي مقاومت کوي، په تیره بیا کله چي سړی یو وار واکسین سوی وي. خو هغه زیاتوي چي بیا هم هیله مند دی چي په دغه هیواد کي ډېر خلک ځانونه دوه واره واکسین کړي، تر څو د کرونا بله ستره څپه رامنځته نه سي.

د بریتانیا د روغتیايي چارواکو له خوا د ارقامو د ارزونو له مخي په بایونتیک او یا هم آسترا زینکا باندي واکسین سوي کسان د دغي ناروغۍ د سخت بهیر پر وړاندي ښه معافیت لري. د نه واکسین سوو کسانو په پرتله، روغتون ته د هغوی د استولو خطر ۹۰ سلنه کم دی.

د کرونا »دلتا« شکل ځکه خطرناک دی چي د کرونا د نورو ډولونو په پرتله یې علایم بل ډول دي. ناروغ کسان د سر له درد، ریزش او ستوني له درد څخه شکایت کوي. که څه هم هغوی تبه لري خو د بوی او ذایقې حس یې له منځه نه ځي.

GP/NZ/DW.Online