د ملکې اليزابت مړينه؛ د «لندن پل ونړېد» پروتوکول پېل سو
۱۴۰۱ شهریور ۱۸, جمعهد ملکې اليزابت په مړينه سره د «لندن برج» په نوم د ځانګړي پروتوکول عملي کېدل پيل سول. په دې ترڅ کي د ملکې شخصي سکرتر و لومړۍ وزيري ته د ملکې د مړيني خبر «د لندن پل ونړېد» په رسمي جمله سره ورکړ.
تر هغه وروسته د تليفونونو يوه لړۍ پېل سوه: د وزيرانو وروسته دولتي وزير ته هم د ملکې د مړيني خبر ورکړل سو او ترې د مطلق محرميت هيله وسوه. له هغه وروسته دغه خبر و رسنيو ته ولېږل سو. د لسو دقيقو په جريان کي د ټولو دولتي ودانيو بيرغونه نيمه ځوړند ته راکښته سول.
په ټولنيزو رسنيو کي د بېکينګهم ماڼۍ او د حکومت په پاڼو کي تور بنرونه ولګول سول او د وير يو اعلان پر داسي يو انځور وسو چي شا يې توره وه.
خاورو ته د سپارني دولتي مراسم
د ملکې وليعهد او د هغې تر مړيني وروسته د بريتانيا پاچا چارلس دريم د ملکې له پاره د وينا ليکلو چمتو والی ونيو. نوی پاچا د نوي دولتي مشر په توګه ولس ته وينا کوي. وروسته د لندن په سانت پاول کليسا کي دعا کيږي.
ملکه الیزابت دویمه ومړه
په بريتانيا کي به ټول حکومتي کارونه تر راتلونکي لسو ورځو او د ملکې تر خاورو سپارلو پوري متوقف وي. خو د «لندن برج» پروتوکول به ادامه مومي. د دغه پروتوکول له مخي د ملکې له مړيني څخه نيولې بيا په لسمه ورځ د هغې و خاورو ته تر سپارلو پوري ورځو ته شمېرې ورکړل سوي دي:
لومړۍ ورځ: نوی پاچا
چارلس پر ۱۱ بجو په رسمي توګه پاچا اعلان سو. د چارلس د پاچا کېدلو پروتوکول هم ځان ته خپل نوم «سپرينګ ټايډ» لري. پاچا چارلس دريم به د دغه پروتوکول له مخي د مازيګر پر درونيمو بجو د لومړۍ وزيري او کابينې سره وګوري.
په راتلونکو ورځو کي د ملکې اليزابت مړی و بيکينګهم ماڼۍ ته راوړل کيږي چيري چي به لومړۍ وزيره او کابينه ورته په انتظار وي. ملکه په خپل ملکيت بالمورل سيمه کي مړه سوې ده او د هغې مړی به د «يونيکورن» په نوم د بګيو په قطار کي لندن ته راوړل سي. که دا ممکن نه ؤ نو به يې مړی په الوتکه کي لندن ته راوړل کيږي.
پاچا چارلس به د ملکې د مړيني څخه وروسته په دريمه ورځ په سهار په وېسټمينسټر ماڼۍ کي د بريتانيا د نوي پاچا په توګه لوړه وکړي او تر هغه وروسته به و بيلو سيمو ته خپل سفر پېل کړي. نوموړی به لومړی و سکاټلنډ ته ولاړ سي.
له څلورمې تر نهمې ورځي: د «زمري» او «بڼکي» پروتوکولونه
کله چي پاچا چارلس و شمالي آيرلنډ ته ولاړ سي نو په لندن کي به د «لاين» يعني «زمري» پروتوکول عملي کيږي. دا هغه پروتوکول دی چي په ترڅ کي به يې د ملکې تابوت له بيکينګهم ماڼۍ څخه و وېسټمينسټر ماڼۍ ته انتقاليږي.
تر هغه څخه وروسته ورځ به په لندن کي ترتيبات ونيول سي. و وېسټمينسټر ماڼۍ ته د تابوت له رسېدلو وروسته به دعا کيږي. د ملکې مړی به په دغه ماڼۍ کي تر درو ورځو پوري د مخه ښه کولو له پاره وساتل سي. دغو ترتيباتو ته د «بڼکي» نوم ورکړل سوی دی. په دې ترڅ کي به خلک وکولای سي چي شپه او ورځ و ملکې ته د مخه ښه ويلو له پاره ورسي.
په عيني وخت کي د دولتي خاورو سپارنې مراسمو ته چمتو والی نيول کيږي او تمرين يې ادامه لري.
لسمه ورځ: دولتي خاورو ته سپارنه
د ويسټمينسټر په ماڼۍ کي به د ملکې د وروستي مراسمو ترتيبات بشپړه کړل سي. په ټول هيواد کي به د غرمې پر دولسو بجو دوې دقيقې خاموشي اختيار کړل سي. د اليزابت د ښخېدنې ورځ به ملي ورځ وټاکله سي. و کار فرماؤ ته اجازه سته چي که وغواړي نو خپل کاريګر رخصت کړي.
د دولتي مراسمو وروسته نور ترتيبات د وينسور په ماڼۍ کي پلان سوي دي. هلته به د مشترک عبادت او دعا په ترڅ کي له ملکې سره وروستۍ مخه ښه وسي. له هغه وروسته به د ملکې مړی د سانټ جورج په کليسا کي خاورو ته وسپارل سي. اليزابت به د خپل مېړه شهزاده فيليپ څنګ ته ښخه سي. نوموړی د ۲۰۲۱م کال په اپريل مياشت کي مړ سو.
آ./ا.ا./ن.ز.