ملکه الیزابت دویمه ومړه
۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبهملکه الیزابت دویمه په ۹۶ کلنۍ کې په سکاټلند کې په خپل کور کې د پنجشنبې په ماښام مړه شوه. له بیکینګهم ماڼۍ څخه دغه خبر د بریتانیا په ځايي وخت د ماښام پر شپږ نیمو بجو تائید شو. په دې تړاو خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «ملکه په آرامښت کې نن تر غرمې وروسته په بارمورال کې ومړه.»
د پنجشنبې په ورځ تر دې مخکي ويل شوي ويل چي ملکه ناروغه ده. ملکه الیزابت دویمه د بریتانیا د شاهي کورنۍ هغه غړې وه چې تر ټولو ډېر وخت ملکه یا پاچا وه.
د شاهي کورنۍ غړي بارمورال ته رسیدلي دي. شاهي ماڼۍ ویلي دي چې د ملکې زوی چې اوس د بریتانیا پاچا دی او د پاچا جارلس دریم په توګه پیژندل کیږي، سبا به لندن ته ستون شي.
د ملکې د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته، ډېرو نړیوالو مشرانو خواشیني ښوولې. د آلمان صدراعظم اولف شولتڅ، ویلي دي چې ملکه په آلمان کې هم د میلیونونو کسانو له پاره الهام بخښونکې او بیلګه وه.