1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته اټوم بم جوړونکی عبدالقدير خان ومړ

۱۴۰۰ مهر ۱۸, یکشنبه

له پاکستان څخه د اټومي قدرت جوړوونکی ساينسپوه عبدالقدير خان د يکشنبې په ورځ د اکتوبر په لسمه نېټه له دې نړۍ سترګي پټي کړې. هغه په پاکستان کي محبوب او شخړيز شخص ؤ.

https://p.dw.com/p/41UBN
Nuklearforscher Dr. Abdul Qadeer Khan
انځور: imago images

ډاکټر عبدالقدير خان د څو مودې راهيسي ناروغ ؤ. د پاکستاني رسنيو په وينا هغه په تنفس کولو کي مشکل درلود او له دې کبله د يکشنبې په سهار ځايي وخت شپږو بجو يې د اسلام آباد په کې آر ايل روغتون کي د ۸۵ کلنۍ په عمر له دې نړۍ سترګي پټي کړې. د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي نوموړی د کرونا په ناروغي اخته سوی ؤ.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د عبدالقدير خان د مرګ پخلی کړی دی.

خو ډاکټر عبدالقدير خان او ورسره پاکستان د هغه وروسته تر سخت تنقيد لاندي راغلل، کله چي و ايران او شمالي کوريا ته د اټومي ټيکنالوژۍ د رسولو تورونه پر ولګېدل.

عبدالقدير خان په ۲۰۰۴ کال په يوه تلويزيوني پروګرام کي ومنل چي اټومي رازونه يې و ليبيا، شمالي کوريا او ايران ته افشا کړيدي. له هغه وروسته نوموړی په عملي توګه په خپل کور کي نظربند ؤ او هر حرکت يې څارل کيدی. د نړيوال احتجاج، تنقيد او پلټنو وروسته پاکستان وويل چي خپل اټومي رازونه به د بل هيواد سره شريک نه کړي. په دې ترڅ کي د هغه وخت نظامي واکمن جنرال پرويز مشرف عبدالقدير خان ته عفوه وکړه.

ډاکټر عبدالقدير خان په ۱۹۳۶ عيسوي کال کې د نني هند په بهوپال کي پيدا سوی ؤ. کله چي په ۱۹۴۷ کال هند وويشل سو نو هغه د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ. هغه په ۱۹۶۷ کال په هالنډ کي د انجينرۍ لوړي زدکړي پای ته ورسولې او وروسته يې د بلجيم په هيواد کي د ميټيلر جيکل د انجينرينګ په برخه کي دوکتورا وکړه. هغه په امسټرډام کي د فزيکل ډاينامکس په ازموينځي کي کار پېل کړ.

په ۱۹۹۸ کال د هند له خوا د اټومي ازموينې وروسته چي پاکستان کومه لومړۍ ازموينه وکړه، هغه د ډاکټر عبدالقدير خان تر نظارت لاندي تر سره سوه.

ډاکټر عبدالقدير خان چي ورته په خپل هيواد کي د «محسن پاکستان» خطاب کيدی، د خپل هيواد يو شمير جايزې يې ګټلي وې.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: