1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسیه: پر کریمیا ټاپو د بي پيلوټه الوتکې برید مخه نیول شوې

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

د حکومتي اطلاعاتو پر بنسټ له ۲۰۱۴م کال وروسته د کله راهیسې نه چې مسکو د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره الحاق یا یوځای کړی دی، د روسیې هوایي دفاع سیستم یو وار بیا د یوه بې پيلوټه الوتکې د برید مخه نیولې ده.

https://p.dw.com/p/4Lqn5
Ukrainische Drohne SHARK, entworfen und hergestellt von der Firma Ukrspecsystems
انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: Ukrspecsystems

د روسیې دولتي خبري آژانس «تاس» د سواتوپول د والي میخایل راسوژایف، په تلګرام شبکه کې د خپور شوي خبر په حواله رپوټ ورکړی چې د شنبې ورځې په سهار یوه بی پیلوټه الوتکه په سواتوپول کې په توره بحیره کې د روسیې د سمندري بیړیو یوه بندر ته نږدې ویشتل شوې ده.

دغه بندر مخکې تر دې هم څو ځله د اوکراین له خوا د بی پيلوټه الوتکو تر برید لاندې نیول شوی دی، په دې وروستي ځل د جنورۍ په ۴ نیټه دوه بی پیلوټه الوتکې را وغورځول شوې.

د ارتدوکس عیسوي اختر یا کریسمس په مناسبت د ولادیمیر پوتین له خوا د اعلان شوي یو طرفه اوربند سربیره، په اوکراین کې جګړه یو وار بیا پیل شوې ده.

پوتین د کریميا پر پله چاودنه تروریستي کړنه او د اوکراين کار وباله

دغه ۳۶ ساعته اوربند چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ د مسکو د وخت مطابق د غرمې په ۱۰ بجو پیل شي، د تیر کال د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې به د جګړې په لومړۍ کرښه کې لومړنې اوربند وای.

د اوکراین ارتدوکس کلیسا عموماً خپل عنعنوي اختر د جنورۍ په ۷ نیټه جشن نیسي یا په بل عبارت لمانځي.

راسوژایف د خپلو خبرو په دوام شکایت وکړ چې حتی «مقدس کرسمس» ونه شو کولی چې زمونږ د «اتلانو پر ښار» د دغو «غیر انساني موجوداتو» د برید مخه ونیسي.

اوکراین د ارتدکس کریسمس په مناسبت د روسیې له خوا وړاندیز شوی اوربند، د روسي بریدګرو  پام غلطونکی مانور او شیطاني چال بللی او هغه یي رد کړی دی.

د جمعې په ورځ په ټول اوکراین کې د اوربند سربیره دوه ساعتونه په پرله پسې ډول د هوایي برید د خطر زنګ وهل کیده. د تاس د رپوټ پر بنسټ په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ارتدوکس کلیسا د کریسمس په مراسمو کې ګډون وکړ.

زیلنسکي د روسیې پر ضد لا زیاتو بریدونو ته د امادګۍ خبر ورکړی

روسیه تر ټولو په لومړي قدم کې د اوکراین په سویل کې کریمیا کې خپل اشغالګر ځواکونه تجهیزوي. اوکراین په پرله پسې ډول په دغه ټاپو کې د روسیې لوجستیکي او پوځي اهداف په نښه کوي.

وروسته له دې چې په دې وروستیو میاشتو کې په مخ پر ډیریدونکي ډول د روسیې د تیري کوونکي جګړې مخه شوې ده، د کریمیا بیرته نیول د کیف یو له اعلان شوو اهدافو څخه دی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي اعلان کړی دی چې دا کار کیدای شي په دیپلوماتیک او یا هم پوځي لاره ترسره شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا