1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ په څلورمه ورځ هم لوبه ونه شوه

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د افغانستان او نیوزیلنډ د کریکټ د لوبډلو تر منځ یوازينۍ ټېسټ لوبه د باران له کبله په څلورمه ورځ هم ونه شوه.

https://p.dw.com/p/4kX9z
 آرشیف - د نیوزیلنډی لوبغاړی دیرل ميچل د یوې تیست لوبې پر مهال
آرشیف - د نیوزیلند او افغانستان تر منځ په هندوستان کې د تیست لوبه د څلورمې پر له پسې ورځې له پاره هم د باران له امله ونشوهانځور: Mosaraf Hossain/AP/picture alliance

د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ د کریکټ ټېسټ لوبه د هندوستان په ګريتر نويدا لوبغالې کې تنظیم شوي، چېرې چې له دوو اونیو راهیسې اورښتونه ادامه لري.

رويټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې نن پنجشنبه د سپتمبر ۱۲مه هم د نورو ورځو په څېر باران وو چې له کبله ېې لوبڅارانو د لوبې د نه ترسره کولو پریکړه وکړه.

د افغانستان کريکټ بورډ هم پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي چې د افغانستان او نیوزيلنډ ترمنځ «د یوازينۍ ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ هم د دوامداره او شدید اورښت له امله نه ترسره کیږي.»

د موسم په هکله  وړاندوينې د اوونۍ په پاتې ورځو کې هم د اورښت امکان ښودلی، چې په دې اساس داسې ښکاري چې د افغانستان او نیوزیلند تر منځ دغه سيالۍ ونه شي.

رويټرز دافغانستان د کريکټ بورډ د ېوې سرچينې له قوله وايي چې دوی د دغو سیالیو له پاره د دوه نورو لوبغالو په پرتله د ګريټر نويدا لوبغالې ځکه انتخاب کړه چې نوي ډيلي ته نزدې ده او له کابله ورته پروازنه اسانه دي.

(Reuters)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل