1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په امریکا کي د کرونا واکسینانسیون پیلیږي

۱۳۹۹ آذر ۲۴, دوشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کي د کرونا وبا اوس هم له کنټروله وتلې ده، خو نن دوشنبه به په دغه هیواد کي د بیونتیک - فایزر شرکت واکسین تطبیق او د دغه هیواد په تاریخ کي به د واکسیناسیون ترټولو لوی کمپاین پيل سي.

https://p.dw.com/p/3mh68
USA | Der Pfizer BionTech Impfstoff verlässt in Kalamazoo das Lager
انځور: Jeff Kowaslky/AFP via Getty Images

د کرونا واکسین لومړۍ بسته پرون یکشنبه(ډسمبر۱۳مه) په میشیګان کي د بیونتیک - فایزر له شرکت څخه په لاريو کي راووتله. کارګرانو چي ماسکونه یې اغوستي وه، په یخي کي تړلي د واکسین بسته بندۍ شروع کړې. د دغه شرکت واکسینونه باید په منفي ۷۰ درجې کي وساتل سي.

کارګرانو د واکسینونو هغه کارتنونه، چي د پیزا د قوطیو په اندازه غټي وې، د فریزر څخه راوایستلې او په درو مخصوصو یخچالي لاریو کي یې سره ځای پرځای کړل.

Coronavirus | Produktion des Pfizer Impfstoffs
انځور: Pfizer handout/VIA REUTERS

د هغه ځای څخه یې بیا یوه نژدې هوايي میدان ته انتقال چي نن دوشنبه به بیا د هوايي لاري د امریکا د واکسیناسیون ۱۴۵ مرکزونو ته انتقال او په همدې ورځ به یې تطبیق هم شروع سي. د همدې ډسمبر میاشتي تر پایه پوري به ۲،۹ ميلیونه دوزه واکسین تطبیق سي.

امریکا د بیونتیک - فایزر شرکت واکسین ۱۰۰ ميلیونه دوزه وختي لا رانیولي وه، چي د راتلونکي کال د مارچ میاشتي تر پایه پوري باید ورته تسلیم سي. دغه اندازه د تقریباً ۵۰ ميلیونو امریکایانو له پاره کفایت کوي.

د امریکا حکومت غواړي نور۱۰۰ ميلیونه دوزه واکسیون د امریکايي شرکت مودرنا څخه رانیسي، چي د ۲۰۲۱م کال په دوهمه ربع کي به ورته ولیږل سي.

هر کس باید دوه دوزه واکسین د درو اوونیو په فاصله کي ولګوي. په لومړي سر کي به صحي پرسونل، زاړه او د زړو د پالني لیلیو پرسونل او اوسیدونکي واکسین سي.

په امریکا کي د کرونا پانډمي له کنټروله وتلې ده. تر اوسه پوري ۱۶ ميلیونه کسان په اخته سوي او تقریباً ۳۰۰ زره ورڅخه مړه سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: