1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هند د خپل خو پاکستان د چين د واکسين په تمه دی

۱۳۹۹ آذر ۲۰, پنجشنبه

هند تمه لري چې کرونا واکسين ته په نږدې موده کې د جواز په ورکړې سره به روغتيايي بحران له منځه یوسي. په همدې ترڅ کې د پاکستان په دريو سترو روغتونو کې د چينايي واکسين آزموينې هم په چټکۍ سره روانې دي.

https://p.dw.com/p/3mW0U
China Corona-Pandemie | Sinopharm
انځور: picture-alliance/Xinhua/Zhang Yuwei

د پاکستان حکومت تر اوسه د کرونا ويروس د واکسین له پاره په میليونو ډالر مصرف کړي دي، خو دغه هيواد به دغه واکسين ته لا په تمه پاتې شي. د چين د درملو شرکتونه دمگړۍ په پاکستان کې د کرونا واکسين د آزموينې په وروستي پړاو کې دي.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې ډېرې شوي دي . تیره اوونۍ کابو شل زره نوې پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان د کرونا ويروس د واکسين ترلاسه کولو له پاره د چين په تمه دی. د دې وبا په پېل کې چين پاکستان ته طبي سامان آلات او نور حفاظتي وسايل ورکړي ول. پر دې سربیره چين پاکستان ته روغتيايي کارونکي هم استولي ول.

د دواړو هيوادونو ترمنځ د واکسين په اړه هم خبرې اترې له اوږدې مودې راهيسې رواني دي او له سپتمبر میاشتې راهیسې په پاکستان کې د چينايي واکسين آزموينې هم پيل شوي دي.

د پیکنگ د بايو تيکنالوژۍ انستيتويت له خوا جوړ شوي د کين سينو ويک په نامه واکسين چې د لومړي او دويم پړاو آزموينې يې په چين کې شوې وې، د دريم او وروستي پړاو آزموينې یې په پاکستان، سعودي عربستان او روسيه کې روانې دي.

اړونده موضوع: د پاکستان روغتونونه د کرونا په مريضانو ډک شوي دي

د لاهور د طبي علومو پوهنتون مرستيال مشر ډاکتر جاويد اکرم له دويچه ويله اردو څانگې سره په خبرو کې هيله څرگنده کړې چې تر جنورۍ مياشتې پورې به د دې واکسين نتایج معلوم شي. نوموړي زياته کړه: «حکومت د چين دې واکسين ته ډېر هیله مند دی خو له نورو شرکتونو سره هم په خبرو بوخت دی. زما په آند به موږ ډېر ژر چينايي واکسين ترلاسه کړو.»

په هند کې د کرونا واکسين

د هند روغتيايي چارواکو هم د سه شنبې په ورځ وويل چې په راتلونکو څو اوونيو کې به په دغه هيواد کې هم د کرونا ويروس ځيني واکسينونه جواز ترلاسه کړي.

زياته شوې چې د جواز ترلاسه کولو وروسته د ۳۰۰ میليون کسانو د واکسينولو لومړۍ طرحه چمتو ده.

د روغتيا وزير راجيش بوشان په نوي ډهلي کې رسنيو ته وويل: «ځيني احتمالي واکسينونه د پرمختگ په مختلفو پړاونو کې دي او له دوی څخه به یې ځیني په راتلونکې اوونيو کې جواز ترلاسه کړي.«

Indien Neu-Delhi | Premierminister | Narendra Modi
لومړي وزير نريندر مودي د کرونا د له منځه وړولو له پاره د واکسينو پر اهميت ټینگار کړیانځور: Manish Swarup/AP Photo/picture alliance

څو ورځې تر مخه فايزر شرکت د خپل واکسين له پاره چې د آلمان د بيونتيک شرکت سره په گډه جوړ کړی دی، په هند کې د جواز غوښتنه وکړه. يو شمير نورو شرکتونو هم د خپلو واکسينونو د جواز له پاره غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.   

که چېرې د کرونا واکسين د بيړنۍ کارونې له پاره اجازه ورکړل شي نو دا په هند کې د کرونا د بحران په له منځه وړلو کې چې د دغه هيواد د روغتيا څانگه یې له سختو مشکلاتو سره مخ کړې ده، يو ستر پرمختگ وي.

اړونده موضوع: سکان: د ګرونانک د زوکړې په ځای کې د کرونا ختمیدو دعا کوو

دمگړۍ په هند کې د کرونا درې احتمالي واکسين تر آزموينې لاندې دي چې يو یې د «کوويد شيلد» په نوم وروستي پړاو ته رسېدلی دی.

د آکسفورډ پوهنتون او همدا راز د استرا زينيکا شرکت دغه واکسين د هند د پونې ښار په انستيتويت کې آزمويل شوي. د دغه واکسين توليدونکو ژمنه کړې ده چې د واکسين د برياليتوب په صورت کې به هند او نورو هغو هيوادونو ته چې منځنی او يا کم عايد لري، په ميليونونو دوزه ورکړي.

نور دوه واکسينونه د زېدوس کاډيلا او بهارت بيوتيک شرکتونو له خوا تر آزموينې لاندې دي. د بهارت بيوتيک شرکت هم د دوشنبې په ورځ د خپل واکسين له پاره د بيړني جواز ترلاسه کولو په موخه عريضه وړاندې کړې ده.

زموږ له آرشيف څخه: