1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په آلمان کې د کرونا ویروس بې سارې پېښې

۱۳۹۹ آذر ۲۱, جمعه

د روبېرت کوخ انستیتوت د معلوماتو له مخې په ۲۴ ساعتونو کې په آلمان کې د کرونا ۲۹۸۷۵ نوې پېښې ثبت شوي دي او د دغه ناروغۍ له کبله ۵۹۸ کسان مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3mYZh
Deutschland Behandlung eines Patienten auf Intensivstation für Covid-Patienten
انځور: Florian Bachmeier/imageBROKER/picture alliance

روبېرت کوخ انستیتوت په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د کابو دیرش زره نویو پيښو د ثبتیدو خبر ورکړی دی. دا په آلمان کې د کرونا وبا له پيلیدو راهیسې ټولو زیاتې پيښې دي چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ثبتیږي. د دغه انستیتوت د معلوماتو له مخې په آلمان کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیر تر ۱،۲ میلیونه اوښتی دی او د دغي ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۲۰۹۷۰ تنو ته رسیدلی دی.

دا پرله پسې دوهمه ورځ ده چې په آلمان کې د کرونا ویروس نوې پيښې ریکارډ کچې ته رسیدلي دي.

د کرونا ویروس د نوو پيښو شمیر ښایي د مرکزي حکومت او ایالتونو ترمنځ د محدودیتونو د سختیدو پر سر روان بحثونه نور هم تاوده کړي. د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل او د ۱۶ ایالتونو لومړي وزیران په دې نه دي توانیدلي چې د یوه انلاین کنفرانس له پاره سره په یوه ګډه نېټه تفاهم ته ورسیږي.

د دې علت دا دی چې صدراعظمه مېرکل تر کرسمس دمخه د اقداماتو د سختولو لکه د ښوونځیو او ځینو کاروبارونو د تړلو پر سر ټینګار کوي. خو ځینې له دې سره مخالفت کوي. ځینو ایالتي حکومتونو بیا ویلي دي چې د خبرو اترو دمخه باید دا روښانه وي چې د یوه ګډ دریځ پر سر تفاهم ته سره رسیدای شو. ګومان کیږي چې د یکشنبې په ورځ به خبرې وشي.

زموږ له آرشیف څخه: