1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

سکان: د ګرونانک د زوکړې په ځای کې د کرونا ختمیدو دعا کوو

۱۳۹۹ آذر ۱۱, سه‌شنبه

له هندوستانه د پاکستان پر لور روان شویو سک زیارت کوونکو ویلي دي چې د بابا ګرو نانک، د زیږیدو په ځای کې به په نړۍ کي د کرونا وبا د ختمیدو دعا وکړي.

https://p.dw.com/p/3m3ab
Pakistan Feierlichkeiten 550. Geburtstag Religionsstifter Nanak Dev
انځور: Tanvir Shehzad

د سک زیارت کوونکو یوه ډله تیره ورځ له هندوستان څخه د پاکستان ننکانه صاحب پر لور روانه شوې وه. دغه سکان به په ننکانه صاحب کې د بابا ګرو نانک چې د دغې مذهبي ډلې مهم پيشوا ګڼل کیږي د زیږیدو له ځای څخه لیدنه وکړي او د خپل دغه مذهبي مشر د زوکړې د ۵۵۱ کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د کرونا ویروس تر سیوري لاندې

پر کرونا وبا سربيره سږ کال د سک زیارت کونکو له پاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیول شوي دي. دا زیارت کوونکي د پاکستان له خوا د جوړ کړای شوي کوریډور «کرتارپور» له طریقه ننکانه صاحب ته رسیږي. خو دا وار دوی باید اول د کرونا ویروس معاينه یا ټیسټ کړی وي.

مخکې تر دې د نوومبر میشاتې پر ۱۹ نیټه د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې دوی په ننکانه صاحب کې سکانو ته د هغو له مقدس ځای څخه د زیارت کولو زمېنې مساعدولو له پاره پر امادګۍ بوخت دي.

سک زیارت کوونکي په دغه ځای کې د نوومبر میاشتې له ۲۷ څخه د دسمبر تر لومړۍ نیټې پورې د ګرو نانک د زوکړې د ۵۵۱ کلیزې جشن لمانځي.

د کرونا ویروس پر وبا سربیره د پاکستان حکومت دغو زیارت کوونکو ته په خپل هیواد کې د داخلیدو اجازه ورکړې ده، خو له دوی څخه غوښتنه شوې ده چې کرونایي مقررات دې مراعات کړي.

د پاکستان خاورې ته تر داخلیدو مخکې باید زیارت کوونکو خپل د کرونا معاینې سند مسئولینو ته ښکاره کړای وای چې پر دغه ویروس اخته نه دي.

د کرونا ویروس وبا په پام کې نیولو سره د اکتوبر تر میاشتې پورې په دې اړه شک او تردید موجود وو. خو وروسته بیا د پاکستان حکومت له خوا د زیارت کوونکو شمیر محدود کړای شو او ورته ویل شول چې زیارت کوونکي دې یوازې د ګرونانک د زیږدو ځای د ساحې پورې محدود پاتې شي.

دا وار دغه زیارت کوونکي کوم مزار یا د سکانو کوم بل مقدس ځای ته د ورتلو اجازه نه لري. یوه زیارت کوونکي د هندي نشریاتي ادارې ته ویلي دي چې هغه به ګرو مهاراج ته لاړ شي او هلته به د کرونا وبا د ختمیدو له پاره دعا وکړي.

یو تاریخي اقدام

تیر کال د پاکستان له خوا د کرتارپور دهلیز یا پرانیستل شو. د دې اقدام هدف د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو له زحمت څخه د سک زیارت کوونکو خلاصول او د سکانو د یوه ډیر مهم مذهبي پيشوا (بابا ګرونانک) د زیږدو له ځای څخه زیارت کوونکو ته د لیدنې زمېنې مساعدول ول.

د بابا ګرونانک د مړينې ځای د هند او پاکستان ترمنځ له ګډې پولې څخه یوازې ۴ کیلومتره لیري دی، خو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ له کلونو راهیسې روانې شخړې له امله دې مقام ته د سکانو لاس رسی ډیر ستونزمن شوی وو. خو د دغه څلور کیلومتره کریدور په رامنځته کیدو سره د سک زیارت کوونکو له پاره ډیره اسانتیا رامنځته شوې ده.

د تیر کال په نوومبر میاشت کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سکانو د مذهبي مشر بابا ګرونانک د زیږیو د ۵۵۰ کلیزې په مناسبت د ښه نیت ښکاره کولو په موخه دغه دهلیز پرانیستی وو.

زموږ له آرشیف څخه: