1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

څېړنه: کرونا د مېندوارو ښځو جنين ته خطر نه پيښوي

۱۳۹۹ اسفند ۶, چهارشنبه

په کرونا د مېندوارو ښځو د اخته کيدو او جنین ته یې د خطر رسېدو په اړه انديښنې په ټوله نړۍ کې موجودې دي. خو اوس د امريکا او بريتانیې يوې څېړني پايلي ثابته کړې ده چې په کرونا د يوې مور اخته کيدل د جنين ژوند ته خطر نه پيښوي.

https://p.dw.com/p/3pnPD
Symbolbild schwangere Frau mit Teddy-Bär
انځور: picture-alliance/dpa/Yo Images/STOCK4B/VisualEyze

د لندن امپیريل کالج له خوا د سه شنبې په ورځ د خپرې شوې يوې څېړنې په حواله په کرونا ويروس د يوې مور اخته کیدل، په نس کې د جنین او يا تر زيږيدو وروسته ماشوم ته د مرګ خطر نه لري.

د دې څيړنې نتایج د«Ultrasound in Obstetrics and Gynecology» په نوم علمي مجله کې خپاره شوي دي.

لا تر مخه ترسره شويو څېړنو هم ښوولې وه چې د کرونا انفکشن او د مور په نس کې او يا تر زيږيدو وروسته د ماشومانو د مړينې ترمنځ هیڅ اړیکه موجوده نه ده.

په دې تازه څیړنه کې د امريکا متحده ایالاتو او بريتانيا څخه تر۴۰۰۰ ډېرو هغو مېندوارو ښځو معلومات وازول شول چې په ثابت شوي توګه په کرونا اخته شوې وې او يا پرې شک کیده چې ښايي کرونا یې لرلي وي.

خو يوه خبره چې په دې مېندوارو ښځو کې وليدل شوه هغه دا وه چې ډېرو خپل ماشومان تر خپل وخت لږ دمخه وزيږول.

د څيړنې په حواله په داسې حال کې چې په بريتانيا کې په اوسط ډول ۷،۵ فيصده ښځې تر خپل وخت مخکې يعني د ۳۷ اوونۍ دمخه يا د اتمې مياشتې په سر کې ماشومان زيږوي، په دې ښځو کې دغه فيصدي ۱۲ وه.

اړونده موضوع: روغتیا وزارت: د کرونا تر واکسینه اولاد مه زیږوئ

په امريکا متحده ايالاتو کې هم شميرې دې ته ورته وې. په څېړنه کې ويل شوي چې د دې شميرو د زياتيدو يو علت دا هم کيدلی شي چې داکټران د مور او ماشومان د روغتيا په اړه د انديښو په دليل د زيږيدو د اصلي مودې تر مخه د عملیاتو پریکړه کوي.

څیړونکو ويلي دي چې د هغو ماشومانو شمیر کم دی چې په طبيعي توګه بې مودې زيږيدلي وي.

مېندوارو ته د کرونا واکسين

د رويترز خبري آژانس په حواله د فایرز او بيونتیک شرکتونو چې د کرونا لومړی واکسين یې کشف کړی وو، څو ورځې تر مخه ویلي ول چې دوی د ۴۰۰۰ رضاکارو مېندوارو ښځو په ګډون يوه څېړنه پېل کړی څو په روغو مېندوارو ښځو کې د کرونا واکسين اغیزمنتوب او محافظت وارزوي.

تر اوسه په ډېرو هيوادونو کې داسې اندیښنې موجودي دي چې که مېندوارې ښځې په کرونا اخته شي نو ښايي د مرض علايم یې ډېر شديد وي.

په ډېرو هيوادونو کې خو آن په هغو څانګو کې په کار بوختو ښځو ته چې په کرونا د اخته کیدو خطر پکې ډير دی، د روغتيايي ادارو له خوا توصيه شوې چې په دې اړه شواهدو ته دې انتظار نه باسي چې واکسين هغوی ته کوم خطر نه لري، بلکې واکسين دې وکړي.

د فايزر شرکت د واکسينو د کلينکي آزموينو او پرمختګ د برخې مرستیال مشر ډاکتر ويليم ګروبر په يوه مرکه کې ویلي چې د روان کال وروستۍ ربع پورې به یې د څېړنو نتايج معلوم شي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب