1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: ماشومانو ته څرنګه پوهاوې ورکړو؟

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس په هکله د معلوماتو يو سيلاب ترسترګو کيږي. د کوويد ۱۹ د ناروغۍ سبب کيدونکي د دې خطرناک ويروس ويره پر ماشومانو هم ناوړه اغیز کوي. ډیری والدين له خپلو کوچنيانو سره اندیښنې هم شريکوي.

https://p.dw.com/p/3a1Mz
Deutschland Bonn Coronavirus
انځور: DW/D. Dragojevic

د کرونا ویروس په اړه د ماشومانو په ذهنونو کې پوښتنې پيدا کيدلی شي. د دې پوښتنو د ځوابونو په اړه د امریکا د هارورد ميديکل سکول کارپوهانو د هارورد د روغتيا په اړه نشريات په نوم انترنت پاڼه کې ځيني لارښوونې خپرې کړي دي.

کوچنيانو ته یوازې دومره معلومات ورکړی

د ناآرامه کوونکو شمير پرته د پوښتنو د ځوابولو پر وخت د امکان تر حده د انډول د ساتلو کوښښ وکړی. د ماشومانو په ذهنونو کې ډير پراخه تصورات وجود لري چې دا د ويجاړونکو کيسو د تخليقولو سبب کيدای شي. د ډیرو زياتو معلوماتو په ورکړې سره کيدای شي په هغوی کې اضافي اضطراب پيدا شي.

په دې اړه فکر وکړئ چې ستاسې ماشوم په دې د پوهيدلو له پاره چې ويروس څه شی دی او په دې اړه څه بايد وشي؟ څومره معلوماتو ته اړتيا لري.

له ډاډمنو سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړئ لکه د ناروغيو د کنترول او مخنيوي له مرکزونو چې د دې ويروس په اړه معلومات توضيع کوي. د روغتيا د نړیوال سازمان پر « Myth Buster » نومې پاڼه کې پراته معلومات به ستاسې سره د ماشومانو د پوښتنو په ښه توګه ځوابولو کې ډيره ښه مرسته وکړي. په ياد ولرئ چې دمګړۍ بې شميره معلومات د خپريدو په حال کې دي.

له ماشومانو سره د کرونا په اړه دا څلور پوښتنې پيدا کیدلی شي. تر د دې دمخه چې کوچنيانو ته معلومات ورکړئ، ورڅخه پوښتنه وکړئ چې تر اوسه په دې اړه کوم معلومات لري او کومې پوښتنې ورسره پيدا شوي دي. دا څلور عمومي پوښتنې دي چې ښايي ستاسې ماشوم یې ولري.

نوی کرونا ويرس څه شی دی؟

نوی کرونا ويروس يو ډول ميکروب دی چې خلک ناروغه کوي. لکه والګی خو شديد. ځيني پرې اخته کسان ځان يو څه ناروغه محسوسوي. ځيني خلک تبه او ټوخی لري. ځيني وخت ورته د ټوخي له وجې په ساه اخيستو کې هم ستونزه وي.

کرونا ويروس څرنګه پر انسان بريد کوي؟

دا ويروس د ريزش، والګي او یا ټوخي په څیر خپريدلی شي. که يو تن چې په کرونا ويروس اخته وي او هغه پرنجی کوي يا ټوخيږي نو د هغه په جسم کې موجود ميکروب د ټوخي او پرنجي سره راوځي او دا خپريدلی شي.

کله چې دا میکروب هوا ته ولاړ شي نو هغه کابو تر دوو مترو پورې مخکې تلای شي. له همدې کبله اړينه ده چې سړی له نورو سره دوه متره واټن ونيسي. ځکه موږ نه غواړو چې له ميکروبه په ډکه هوا کې ساه واخلو.

له يوه ناروغ سره تماس يا هغه لمس کول هم همداسې دي. دا چې ميکروب مو بدن ته داخل نه شي نو بايد لاسونه په صابن او پاکو اوبو پريولل شي. خپلو سترګو او پزه ته بايد لاس ور نه وړل شي ځکه له دې لارو کرونا ويروس زموږ بدن ته داخليدلی شي.

ځيني خلک ولی ماسک کاروي، آیا زه هم بايد ماسک وکاروم؟

ماسک د هغو له پاره دی چې ناورغ وي څو خپل میکروب نورو ته انتقال نه کړي. ماسک د ډاکترانو او روغتياپالانو له پاره هم اړين دی څو هغوی له ناروغانو سره مرسته وکولی شي. تاسې (ماشومان) ماسک ته اړتيا نه لرئ.

آيا کرونا موږ وژلی شي؟

زياتره هغه کسان چې کرونا پرې حمله کړې، نه دي مړه شوي. همداسې لکه نورمال زکام او ريزش چې يو ناڅاپه څوک نه وژني. کوم تن چې ځان ناروغه حس کوي ډاکتران پر هغوی ډير پام کوي. هغوی هڅه کوي چې دا خبره ډاډمنه کړي چې ټولو ته روغتيايي مرستې ورسيږي او ويروس خپور نه شي.

ماشومانو ته ووايی چې اړينه خبره داده چې کوم کار یې خوښيږي هغې ته دوام ورکړي او اندیښنه ونه کړي.

که چیرې هغوی سالم مصروفيت ولري او روغتيايي لاروښونې په پام کې ونيسي لکه تشناب ته تر تلو وروسته د لاسونو په صابون پریمنځل، د ټوخي او پرنجي پر وخت پر خلې او پزه د کاغذي دسمال ايښوول يا په خپل لستوڼي خله ايښوول نو دا به ډیره ګټه وکړي.

ماشومانو ته مو دا ډاډ ورکړې چې که هغوی دا مقررات مراعت کړي نو د ویروس د خپريدو او يا پرې د ککړيدو مخه وبه ونيوله شي.