1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د کرونا قيودات لا پسي سختوي

۱۳۹۹ آذر ۶, پنجشنبه

په جرمني کي د کرونا په اړه قيودات لا پسې اوږديږي او د انسانانو ترمنځ اړيکي به نوري هم محدوي سي. چارواکي غواړي چي په دې ډول د کرونا څپه کرار کړي.

https://p.dw.com/p/3lquv
Berlin | Angela Merkel -  Regierungserklärung zur Bewältigung der Corona-Pandemie
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د جرمني صدراعظمي او د ۱۶ ايالتونو وزيران د چهارشنبې په ورځ تر اوو ساعتونو ويديويي کنفرانس وروسته پريکړه وکړه چي د کرسمس په شپو او ورځو کي به د بېلابيلو کورنيو۱۰کسان اجازه ولري يو له بل سره وګوري. تر ۱۴ کلنۍ کښته کوچنيان په هغو کي شامل نه دي.

د جرمني صدراعظمي انګلا ميرکل اعلان وکړ چي د کرسمس پرته به د انسانانو ترمنځ اړيکي نوري هم محدودي سي. دا په دې معني چي له دوو کورنيو څخه به يوازي ۵ کسان اجازه ولري چي سره وويني.

دا لا معلومه نه ده چي د نوي کال د شپې لمانځلو ته به د دوستانو په گډه راټوليدو ته اجازه ورکړل سي او که څنګه. خو پر اورلوبو به په عمومي ډول بنديز ونه لګول سي. يوازي پر له ګڼه ګوڼي ډک سړکونو او جادو باندي به اورلوبو ته اجازه ور نه کړل سي.

خو د مکتبونو د تړلو موضوع ډيره جنجالي وه. تر ټولو دمخه دا پوښتنه مطرح وه چي که د اخته کسانو شمير همداسي لوړ پاته سي نو درسونه به په همدې ډول ادامه پيدا کړي او که څنګه؟

د بايرن ايالت وزير مارکوس زيودر غوښتنه وکړه چي حداقل په هغو سيمو کي چي په کرونا باندي اخته کسانو شمير پکښي ډير لوړ دی، قيودات لاپسي سخت کړای سي. په دې برخه کي ميرکل او نورو ايالتي وزيرانو ونه سوای کولای يوه تفاهم ته سره ورسيږي. ځيني په دې کي شک ويني چي مکتبونه به د کرونا ويروس د پراخيدو په برخه کي کوم نقش ولري.

د دې له پاره چي تر کرسمس مخکي په کرونا د اخته کيدو خطر راکم سي، بايد مکتبونه د دسمبر پر ۱۹مه لا رخصت سي. په دې ډول به په اصطلاح دغه ډول قرانطين ددې سبب سي چي د لويو کورنيو غړي د کرسمس په شپو او ورځو کي يو له بل سره وويني.

په لويو مغازو کي به د اوس په مقايسه په راتلونکي کي لږو کسانو ته د خريدارۍ اجازه ورکړل سي. د هر رانيوونکي له پاره ۲۰ متر مربع ځای په نظر کي نيول کيږي.

د نظر پوښتنو له مخي ډير آلمانان د کرونا ويروس د مخنيوي له پاره دغه ډول قيودات پر ځای بولي. تر۶۵ کلنۍ لوړ پوښتل سوو کسانو له هرو درو څخه دوو يې د دولت له خوا دغه ډول مقرراتو پلوي کړې ده. په تيره بيا زاړه کسان کرونا ويروس سخت اغيزمن کړي دي.

Peter Hille/ گ.پ، ن.ز